1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ: د بلوڅ اورپکو مشر مو نيولی دی

۱۴۰۲ فروردین ۱۸, جمعه

د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هيواد استخباراتي ادارې په سويل لوېديځ کې د بلوڅ اورپکو ضد عملياتو کې يو لوړ پوړی مشر اورپکی نيولی دی.

Pakistan Belutschistan | Operation gegen Drogenhändler
بلوڅ وسله وال بېلتون غوښتونکي پر امنيتي چارواکو بريدونه کوي/ آرشيف انڅورانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

د پاکستان پوځ د جمعې په و رځ (۲۰۲۳م کال د اپريل ۷ نېټه) خبر ورکړ چې د بلوڅ اورپکو يو مشر يې نيولی دی. د پوځ په اعلاميه کې د نيول شوي کس نوم ګلزار امام ښودل شوی دی چې په وينا يې د شمبې په نوم مشهور دی. په وينا يې نيول شوی کس د بلوڅ نيشنلست آرمي په نوم ممنوعه وسله والط ډلې موسس او مشر دی.

ياده ډله له هغه وروسته جوړه شوه کله چې د بلوچ ريپبلکن آرمي په نوم ډله د يونايټيډ بلوچ آرمي سره يوځای شوه.

د پاکستان پوځ ويلي دي چې ياده اورپکې ډله په دغه هيواد کي په لسونو ترهګرو بريدونو کې ښکېل وه. دغه بريدونه د نورو تر څنګ د پاکستان پر امنيتي چارواکو شوي ول.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې له خوا ويل شوي دي چې تحقيقات ادامه لري چې د دښمن د استخباراتي ادارو سره د نيول شوي کس شکمن تړاو معلوم کړل شي. زياته شوې ده چې دغه نيونه پسله څو مياشتو استخباراتي هلو ځلو څخه ممکنه شوې ده. په دې تړاو نور جزيات نه دي ورکول شوي.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې له تر دوو لسيزو زيات وخت کيږي چې په کښته سطحه پکې بلوڅ ملتپالو وسله واله مبارزه ادامه لري. په داسي حال کې چې بلوڅ ملتپالو تر مخه د افغانستان سره سرحد لرونکې دغه ايالت په منابعو کې خپله برخه غوښته، وروسته يې د بېلتون له پاره وسله واله مبارزه پيل کړه.
 

آ./ا.ا./ن.ز.