1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ: يو اوږد واټنه توغندی مو آزمویلی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ مهر ۹, چهارشنبه

د پاکستان پوځ ويلي دي چې د اوږد واټن کروز توغندی يې په برياليتوب سره آزمويلی دی. دغه توغندی تر ۷۵۰ کيلومترو پورې واټن وهلی شي.

آرشیف انځور: د پاکستان د شاهين دوه توغندي آزموينه؛ يو راکټ فضا ته د پورته کيدو په حال کې ليدل کيږي
پاکستان وايي چې د فتاح ۴ په نوم دا نوی توغندی تر ۷۵۰ کيلومترو پورې واټن وهلی شي. انځور: ISPR/Xinhua/picture alliance

د اسوشيېتيد پريس خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله د پاکستان پوځ د سې شبنې په ورځ (۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۳۰) ويلي دي چې د دې توغندي له آزموينې څخه یې موخه دا ده چې د هېواد د دودیزو میزايلونو زیرمه یې لا پسې پياوړې شي.

اړونده موضوع: امریکا: د پاکستان توغندیز پروګرام احتمالي ګواښ دی

د پاکستان د پوځ د يوې اعلامیې په حواله د «فتاح ۴» په نوم له ځمکې څخه ځمکه ويشتونکی دا توغندی ۷۵۰ کيلومتره واټن وهلی شي او د هوايي چلند پر عصري تخنيک او په عصري نېوېګېشن سیسټم باندې سمبال دی.

خو د پوځ په اعلامیه کې دا نه ده مشخصه شوې چې دغه توغندی له کوم ځایه فېر شوی دی. پوځ دا توغندی يوه داسې وسله بللې چې توان لري ځمکې ته په نږدې پرواز سره د دښمن له دافع هوا سیسټم تیر شي او په ډېر دقيق ډول خپلو اهدافو ته ورسيږي.

پوځ همدا راز زياته کړې ده چې دا توغندی به یې د دودیزو میزايل سیسټمونو «هدف ته د لاس رسي، د مرګ ژوبلې اړولو او د روغ پاتېدو وړتيا لوړه کړي.»

اړونده موضوع: پاکستان د ابابیل په نوم بالستیک توغندي آزموینه کړې

د پاکستان پوځ تل د خپل جوړ کروز میزايلونو او وسلو آزموينه کوي څو د خپل ګاونډي هېواد هند څخه د هر ډول ګواښ سره د مقابلې له پاره خپله وړتيا څرګنده او نندارې ته وړاندې کړي.

د جنوبي آسيا په اتومي وسلو سمبالو دې دوو هېوادونو په ۱۹۴۷م کال کې له بريتانيا څخه د آزادۍ له اخیستو راهېسې په خپلو کې درې جنګونه کړي او تل يو د بل د توغنديو د آزموينو په ځواب کې خپل توغندي آزمايي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل