1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتپاکستان

ولې بابر، افريدی او رضوان د کاناډا له تجارتي لوبو منع شوي؟

۱۴۰۳ تیر ۳۰, شنبه

د پاکستان کریکټ بورډ بابر اعظم، شاهین شاه افريدي او محمد رضوان ته په کاناډا کې په پیلیدونکي شل اوریز سوداګریز لیګ کې د لوبیدو اجازه نه ده ورکړې. د پاکستان کریکټ بورډ د دې اقدام دلیل پر لوبغاړو د لوبو فشار یاد کړی.

پاکستان بابر اعظم، شاهین شاه افريدي او محمد رضوان ته د کاناډا په شل اوریریز لیګ کې د لوبیدو اجازه نه ده ورکړې.
پاکستان بابر اعظم، شاهین شاه افريدي او محمد رضوان ته د کاناډا په شل اوریریز لیګ کې د لوبیدو اجازه نه ده ورکړې.انځور: SANKA VIDANAGAMA/AFP/Getty Images

د پاکستان د کریکټ د ملي لوبډلې د ټولو فارمټونو ستورو لوبغاړو بابر اعظم، شاهین شاه افري او محمد رضوان ته د دغه هیواد د کریکټ بورډ له لوري د کاناډا په سوداګریز کریکټ لیګ کې د لوبیدو اجازه یا ان. او. سي نه دی ورکړی او په دې توګه دوی نه شي کولی چې په دغه سوداګریز لیګ کې ولوبیږي.

د پاکستان کریکټ بورډ یا پي. سي. بي تر دې وړاندې د دغه هیواد چټک توپ اچونکي نسیم شاه ته هم په انګلستان کې د «هنډریډ» په نامه د کریکټ په سیالیو کې د لوبیدو اجازه لیک نه وو ورکړی.

د دغه هیواد کریکټ بورډ د دغه اقدام دلیل د پاکستاند ملي لوبډلې د لوبو ډیروالی او همدا راز پر لوبغاړو باندې د فشار مخنیوی یاد کړي دي. د جمعې په ورځ د پاکستان کریکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: «د پاکستان د ملي لوبډلېګڼ شمیرو لوبو او مصروف کال ته په کتلو...او همدا راز له دغو دریو لوبغاړو او د غوراوي کمیټي سره تر سلا مشورو وروسته، دوی ته په لیګونو کې د لوبیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.»

د پاکستان کریکټ بورډ دریو پاکستاني لوبغاړو ته د کاناډا په سوداګریزو لوبو کې د لوبیدو اجازه نه ده ورکړې. انځور: Kai Schwoerer/Getty Images

په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې په همدې توګه او د کریکټ بورډ د لوبو د فشار د مدیریت پالیسۍ ته په کتو، دا د پاکستان د کریکټ په ګټه ده چې دوی په کاناډا کې له راتلونکو سوداګریزو لوبو لاس په سر شي، ترڅو دوی د راتلونکو لوبو له پاره له روغتیايي او رواني پلوه په ښه وضعیت کې وي.

ټاکل شوې ده چې پاکستان به راتلونکې میاشت په بنګله دیش کې له دغه هیواد سره دوه ټیسټ لوبې ولري. د یادولو وړ ده چې اصف علي، افتخار احمد، محمد عامر او محمد نواز چې تر ډیره پورې د شل اوریزو لوبو غښتلي لوبغاړي دي، په کاناډا کې د ګلوبل ټي۲۰ په نامه په دغه سوداګریز لیګ کې د لوبیدو اجازه ترلاسه کړې ده. دغه سیالۍ راتلونکې اونۍ په کاناډا کې پیلیږي.

خ.ح/ ش.ن

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل