1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ جنرال فیض حمید په مختلفو قضیو کې تورن کړی

۱۴۰۳ آذر ۲۰, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ (د دسمبر ۱۰مه) په ګڼ شمېر قضیو کې د متقاعد جنرال فیض حميد د تورن پېژندلو خبر ورکړ. فیض حمید د عمران خان پر وخت د پاکستان د استخباراتو ادارې یا آی اس آی مشر و. پر هغه لګېدلي تورونه څه دي؟

متقاعد جنرال فیض حميد - آرشیف
جنرال فیض حميد د عمران خان د صدراعظمۍ پر وخت د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی مشر وانځور: Youtube

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ وويل چې د پاکستان د استخباراتو ادارې (آی اس ای) پر پخواني مشر، متقاعد جنرال فیض حمید په سیاسي فعالیتونو کې د ښکیلتیا په ګډون مختلف تورونه لګول شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوه اعلاميه کې ويلي چې له فیض حمید څخه به د نورو ترڅنګ، د ۲۰۲۳م کال په مې میاشت کې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو د حملو په تړاو هم پوښتنې ګروېږنې وشي. دغه حملې د پخواني صدراعظم عمران خان، چې اوس په بند کې دی، د پلویانو د مظاهرو پر مهال شوې وې.

پوځ دغه راز ویلي چې له دې علاوه، پر جنرال فیض حمید دا تورونه هم شته چې له خپلو صلاحیتونو او دولتي منابعو ېې ناوړه استفادې کړي او د دولتي اسرارو سره په ټکر کې فعالیتونه ېې کړي.

له هغه وخت راهیسې چې د فیض حميد پر وړاندې په اګست میاشت کې پوځي محکمه پیل شوې، نوموړی د پوځ په توقیف کې دی.

تېره اوونۍ د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې عمران خان او د هغه د تحریک انصاف پاکستان ګوند ګڼ شمېر غړي هم په دغو حملو کې تورن وګڼل، خو خان او ملګرو يې دغه تورنه رد کړي دي.

فیض حميد د عمران خان د صدراعظمۍ پر مهال له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۱، د پاکستان د استخباراتي ادارې، آی اس آی، مشر وو.

شنونکي وايي د پوځ د هغه وخت له مشر جنرال قمر باجوه سره د دوی خرابې اړيکې سبب شوې چې عمران خان په ۲۰۲۲م کال کې له واکه لري او بیا د ګڼو تورونو پر اساس زندان ته واچول شي.

له آرشیف څخه (10.05.2023 ):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب