پاکستان کې د پوليو دوه نوې پېښې ثبت شوي
۱۴۰۴ مهر ۷, دوشنبه
د پاکستان د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو پروګرام د يوې اعلامیې په حواله، دا ويروس د سيند ايالت په بدين او ټهټه ښارونو کې په دوو کوچينو نجونو کې موندل شوی دی. په دې ترتيب د روان ميلادي کال له جنورۍ میاشتې راهېسې په دغه هېواد کې د پولیو پېښې ۲۹ ته لوړې شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت وخت پر وخت د ټول هېواد په کچه د پوليو د واکسيناسیون کمپاینونه عملي کوي.
اړونده موضوع: پاکستان کې د پولیو دوې نوي پېښي ثبت شوي دي
د روغتيا نړيوال سازمان په حواله پاکستان او ګاونډي هېواد یې افغانستان په نړۍ کې د هغو دوو هېوادونو په توګه پاتې دي چېرې چې د پوليو ناروغۍ وحشي ډوله ویروس خپريدل هیڅکله هم درېدلي نه دي.
ناسم ټولنیز باورونه او ترهګري
کارپوهان وايي چې په پاکستان کې ځيني مېندې او پلرونه اوس هم د خپلو ماشومانو له واکسينولو ډډه کوي او ځیني نور بيا په داسې سيمو کې ژوند کوي چې لاس رسی ورته ستونزمن دی او له دې کبله بې واکسينه پاتې کيږي.
په پاکستان کې يوه بله ستره ستونزه د ترهګرۍ ده. په دې منځ کې روغتيايي کارکوونکي وخت نا وخته هغه مهال د بريدونو ښکار کيږي چې هڅه کوي لېرې پرتو سيمو کې ماشومان واکسين کړي. دا ډول بريدونه تر ډېره د خيبر پښتونخوا په هغو سيمو کې ترسره کيږي چې پخوا د وسله والو پاخه سنګرونه ول.
په فيبرورۍ میاشت کې وسله والو په جمرود سيمه کې د پوليسو هغه افسر وواژه چې د پوليو د واکسيناتورانو د ډلې ساتنه یې کوله.
له ۱۹۹۰يمې لسیزې راهېسې د پوليو کمپاين تر ۲۰۰ ډېر کارکوونکي او د هغوی په ساتنه مامور پوليس د بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
اړونده موضوع: د پوليو يا ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ په هکله مهم ټکي
د چارواکو په حواله د روانې ميلادي میاشتې په سر کې د يوه کمپاين په ترڅ کې کابو ۲۱ ميليونه هغه ماشومان واکسين شوي چې لا پنځه کلن شوي نه ول.
بل دا ډول کور په کور کمپاين به د اکتوبر له ۱۳مې نیټې څخه پیل شي چې هدف یې ۴۵ میليونه ماشومانو ته د پوليو د څاڅکو ورکول دي.
پوليو يوه عفوني ناروغي ده چې درملنه نه لري او د انسان د فلج کيدو باعث ګرځيدلی شي. په پاکستان کې له جنورۍ میاشتې راهېسې په اوسط ډول په میاشت کې کابو درې نوې پېښې ثبت شوي دي.
د روغتيا نړيوال سازمان او شريکانو یې له ۱۹۸۸م کال راهېسې د پوليو د له منځه وړلو نوښت پېل کړی دی چې څو ځله خپل هدف ته هم ډېر نږدې شوی وو. د مثال په توګه په ۲۰۲۱م کال کې په پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو کې يوازې پنځه نوې پېښې ثبت شوې وې.
خو له هغه وخت راهېسې د پوليو پېښې يو ځل بيا ډېرې شوي او په تېر کال کې په پاکستان کې ۹۹ او په افغانستان کې هم يو شمیر نوې پېښې رپوټ شوې وې.