زرداري: پر پاکستان بریدونه به طالبانو ته «ناوړه عواقب» ولري
۱۴۰۴ اسفند ۲۳, شنبه
د پاکستان او افغانستان تر منځ وروستيو تاوتریخوالو د پاکستان ولسمشر هم اړ کړ چې په هکله یې غبرګون وښيي.
آصف علي زرداري د شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو اداره تورنه کړه چې په خپلو ډرون حملو ېې په پاکستان کې ملکي سیمې په نخښه کړي او زیاته ېې کړه چې دا به د طالبانو ادارې ته ناوړه پايلې ولري.
پاکستان ادعا کړې چې ځواکونو یې د جمعې په ورځ (د مارچ ۱۳مه) د افغان طالبانو توغول شوې ډرون راغورځولي چې په ټوټو باندې ېې دوه ماشومان په کويټه ښار او دوه کسان په بل ځای کې ټپیان شوي دي.
نور ولولۍ: پاکستان پر کابل او څو نورو ولايتونو بمبار کړی دی
د طالبانو د دفاع وزارت هم پرون ومنله چې پر پاکستان ېې د ډرون بریدونه کړي خو وايي چې هغه ېې پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بمباریو څو ساعته وروسته د هغو په ځواب کې کړي. طالبانو د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې په دغو بریدونو کې ېې په کوهاټ کې د پاکستان د پوځ مهم مرکزونه ویشتلي دي.
طالبان ادعا کوي چې تر دې مخکې پاکستان پر پلازمېنه کابل او د افغانستان په شرقي علاقو کې بمبارۍ وکړې چې پکې لږ تر لږه شپږ ملکي کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
د جمعې په ورځ د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت علاقه کې د سړک غاړې یو ماین په چاودنه کې ۷ پاکستاني پولیس ووژل شول. زرداری پر کابل سختې نېوکې وکړې.
هغه وویل: «افغان تروریست رژیم په داسې حال کې چې هڅه کوي زموږ له دوستو هېوادونو سره مذاکرات وکړي، له سرې کرښې اوښتي او هڅه کوي زموږ ملکیان په نخښه کړي.»
پاکستان تر دې مخکې هم په کراتو د طالبانو پر ادارې تور لګولی چې له هغو وسله والو ډلو ملاتړ کوي چې په پاکستان کې خونړي بریدونه کوي، خو کابل بیا دغه ادعاوې تل رد کړي.
نور ولولۍ: د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې؛ د ملکي تلفاتو شمیر لوړ شوی
په ورته وخت کې چین پر پاکستان او افغانستان غږ کړی چې د تاوتریخوالو پر ځای مذاکره او خبرې اترې وکړي. د رپوټونو مطابق، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د جمعې په ورځ له خپل افغان سیال امیرخان متقي سره پر ټيلفون خبرې وکړې او ټینګار وکړ چې د جګړې پر ځای ستونزې پر خبرو حل کړي. وانګ يي همدارنګه پر پاکستان هم غږ کړی چې آرام پاته شي.
اوسمهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړيکې ترینګلي دي. له کله نه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، څو ځله دواړه لورو پر یو بل بریدونه کړي. تېرکال ېې ترمنځ د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د روغې جوړې په موخه مذاکرات هم وشول، خو نتیجه ېې ورنکړه. پاکستان تور پورې کوي چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونو له پاره استفاده کوي، داسې ادعا چې طالبانو رد کړې او پاکستاني طالبان یې د پاکستان داخلي موضوع بللې ده.