1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې بیه ډېره ټيټه شوی

۱۴۰۰ مهر ۲۶, دوشنبه

د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ کلدارې په بې ساري توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. د پېسو نړيوال صندوق سره د خبرو د ناکاميدو د رپوټ تر خپريدو وروسته د دوشنبې په ورځ په آزاد باراز کې يو ډالر په ۱۷۳ کلدارو پلورل کيده.

Pakistan | Rupee
انځور: Imago stock&people

خو د پاکستان د مالیې وزير د دوشنبې په ورځ د سيمه ایزو رسنيو هغه رپوټ رد کړی چې د پېسو د نړيوال صندوق سره د يو میليارډ يورو د پور د قسط په اړه خبرې اترې بې نتيجې وې. دغه خبرې اترې د اکتوبر له څلورمې څخه تر پنځلسمې نیټې پورې ترسره شوې وې.

د مالیې وزير د يوې اعلامیې په جاري کولو سره ويلي: «د پاکستان او د پېسو د نړيوال صندوق ترمنځ خبرې اترې په مثبت ډول پرمخ رواني دي. د خبرو اترو نتيجې ته د رسيدو له پاره په هیڅ پړاو کې هم کوم مهال ويش نه دی ټاکل شوی.»  

په جون میاشت کې د دواړو اړخونو ترمنځ د ورته خبرو اترو په ترڅ کې د پور د قسط د ورکړې د شرطونو په اړه کوم توافق نه وو شوی.»

اقتصاد پوه، عاطف ظفر  رويټرز خبري آژانس ته وويل: «د پاکستان او پېسو د نړيوال وجهي صندوق ترمنځ د خبرو اترو د ناکاميدو د رپوټونو تر خپريدو وروسته رامنځته شوی غير مطمن حالت د دې سبب شو چې د روپۍ ارزښت راټيټ شي.»

د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د ډالر بیه د پام وړ لوړه شوې

تېره میاشت د مالي خدماتو امريکايي شرکت « Fitch Ratings» د پاکستانۍ کلدارې په اړه د روان کال او همدا راز د راتلونکي کار له پاره خپلې وړاندوينې له سره ارزولي دي.

د دغه شرکت د وړاندوينې په حواله روان کال د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارۍ اوسط بيه ۱۶۴ ده چې مخکې دا بيه ۱۵۸ روپۍ اټکل شوې وه. د ۲۰۲۲م کال له پاره بيا د يوه ډالر بيه ۱۸۰ کلدارې اټکل شوې ده.

په پاريس کې د مالي فعاليت ځانګړې ډلې درې ورځنۍ غونډه هم د اکتوبر له ۱۹ تر ۲۱نيټې پورې جوړيږي.  په نړيواله کچه د پېسو د سپینولو او ترهګرۍ د تمويل د مخنيوي د څار دغه ډله هم ښايي پاکستان د راتلونکو څلورو مياشتو له پاره په خپل خړ ليسټ کې وساتي. ويل شوي چې د دې پريکړې علت دادی چې پاکستان د نړيوال وجهي صندوق معيارونه په سمه توګه نه دي مراعت کړي.

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل