1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان؛ تاوتريخوالی او پر افغان طالبانو د اسلام آباد نیوکې

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ شهریور ۲۴, دوشنبه

د پاکستان پوځ د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې د چاپو په ترڅ کې د ۳۱ وسله والو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. تر دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر له افغان طالبانو غوښتي ول چې د دغه هېواد او پاکستاني طالبانو ترمنځ يو یې انتخاب کړي.

آرشيف انځور: په غلام بندر کې يو شمیر پاکستاني عسکر د يوه پوځي موټر او پاکستان له بیرغ سره ليدل کيږي.
د پاکستان پوځ ويلي په تازه عملياتو کې یې په لسونو وسله وال وژليانځور: FAROOQ NAEEM/AFP

د پاکستان پوځ نن، دوشنبه (د ۲۰۲۵م کال د سپتمیر ۱۵) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي دي چې د شپې له خوا یې د خیبر پښتونخوا په بنو او لکي مروت کې د وسله والو پر پټنځایونو باندې چاپې وهلې دي. زياته شوې چې په دې چاپو کې ۳۱ وسله وال وژل شوي دي.

د طالبانو پر ادارې د پاکستان د نيوکو ډېرېدل

په پاکستان کې د امنيتي پېښو په ډېرېدو سره، د دغه هېواد چارواکو مخ پر ډېرېدونکي توګه په افغانستان کې د طالبانو پر اداره باندې نیوکې کوي او تور پرې لګوي چې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکوي، هغه تور چې د طالبانو اداره یې تل ردوي.

پر پاکستاني عسکرو د وسله والو تر يوه خونړي بريد وروسته، د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف، د شنبې په ورځ د طالبانو له ادارې وغوښتل چې د پاکستان او د پاکستان تحريک طالبان (ټي ټي پي) ترمنځ يو غوره کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان به په دغه هېواد کې د وسله والو د تاوتريخوالي ریښې د افغان طالبانو په همکارۍ او يا هم په يوازې سر له منځه يوسي.

ظاهراً پاکستاني چارواکي له افغان طالبانو څخه له دې وجې ناراض دي چې د پاکستان په خبره هغوی د امنيت په اړه د پاکستان انديښنه جدي نه نيسي.

ننګرهار او خوست کې د ډرون بریدونو ویجاړۍ

03:02

This browser does not support the video element.

د تېرې شپې د عملياتو په اړه د پاکستان د پوځ په دې اعلامیه کې د وسله والو له پاره د «خوارج» کليمه کارول شوې ده، هغه اصطلاح چې پاکستاني چارواکي یې د پاکستاني طالبانو له پاره کاروي. خو په دې اعلاميه کې د دې چاپو په اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.

اړونده موضوع: پاکستان وايي د افغانستان پولي ته نږدې يې ۱۹ وسله وال وژلي دي

دا تازه عمليات له هغه څو ورځې وروسته ترسره شوي چې پوځ ويلي ول د هېواد په شمال ختیځو سيمو کې یې په بېلا بېلو عملياتو کې ۴۵ پاکستاني طالبان وژلي دي.

په دې ترڅ کې په نښتو کې د ۱۹ عسکر هم وژل شوي ول.

پاکستان په دې وروستيو کې په وسله والو بريدونو کې د ډیروالي شاهد دی چې د زياترو پړه تحريک طالبان پاکستان يا پاکستاني طالبان پر غاړه اخلي.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د پاکستان تحريک طالبان ډلې ډېر مشران او جنګيالي په افغانستان کې دي او هغه ځايه بريدونو پلانوي او ترسره کوي یې خو په افغانستان کې واکمن طالبان دا خبره په کلکه ردوي. پاکستاني چارواکي له اوږدې مودې راهېسې هند هم پاکستاني طالبانو او په بلوچستان کې د بيلتون غوښتونکو پر ملاتړ باندې تورنوي خو هند هم دا تورونه په کلکه ردوي.

په روان کال په لومړيو شپږو میاشت کې تر ۵۰۰ ډېر بريدونه

د پاکستان د سولې او کړکيچ د تحقيقاتي انستیويت شمیرې ښيي چې د روان میلادي کال په لومړيو شپږو میاشتو کې په دغه هېواد کې د وسله والو له لوري ۵۰۲ بريدونه ترسره شوي دي.

اړونده موضوع: د وسله والو په بريد کې ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي

 د دې څيړنیز مرکز په خبره په دې بريدونو کې ۲۸۴ امنيتي پرسونل، ۲۶۸ ملکيان او ۱۸۰ وسله والو او د سولې د يوه کمیسيون شپږ غړي وژل شوي دي. 

د دې موسسې شمیرې ښيي چې په دې امنيتي پېښو کې تر ۹۹۰ ډېر ملکيان او د امنيتي ځواک غړي ټپيان شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل