1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي بمي چاودني او نښتو۱۰ کسان وژلي

۱۴۰۰ دی ۱۰, جمعه

د پاکستان د دولتي سرچینو په خبره په دغه هیواد کي په څو پیښو کي۱۰ کسان وژل سوي او څو نور زخمیان سوي دي. یوازي په کویټه ښار کي د یوه ځای پر ځای سوئ بم د چاودني له امله ۴ کسان وژل سوي او تر لسو اضافه ټپیان سوي دي.

Pakistan l Sicherheitskraft am Checkpoint in Quetta
انځور: Waheed Khan/dpa/picture alliance

په پاکستان کي په څو جلا جلا پیښو کي لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د حکومتي چارواکو یوه استازي د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چي د یوه مذهبي گوند د محصلینو پر بس د سړک د غاړي ماين په چاودنه کي څلور کسان ووژل شول او څه د پاسه لس نور ټپیان سوي دي. دغه پیښه د پنجشنبې په ماښام د پاکستان د کویټې په ښار کي رامنځته سوې ده.

بلوچستان ایالت چي مرکز يې کويټه ښار دی، د پاکستان یو له لویو ایالتونو څخه شمیرل کیږي. دغه ایالت له افغانستان او ایران سره هم سرحد لري.

د بريد پړه تر اوسه پوري کوم چا یا کومي ډلي پرغاړه نه ده اخیستې. په تیرو وختونو کی پاکستاني طالبانو او داعش، د دغي سیمي مذهبي ډلي او روحانیون د خپلو بریدونو هدف گرځولي دي.

سربیره پردې د جمعې په شپه د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبرپښتونخوا  ایالت کي افغانستان ته څرمه د وزیرستان په شمال لویدیځه سیمه کي کورونه تلاشي کړي دي.

د پاکستان د پوځ د یوې اعلامیې پراساس چي د جمعې په ورځ خپره سوې ده، دغه عملیات له اسلامپالو سره په اوږدو نښتو واوښتله چي په نتیجه کي یې څلور سرتیري ووژل سول. د پوځ د معلوماتو له مخي د نورو عملیاتو په ترڅ کي بيا د دغه هیواد په شمال لویدیځ کي دوه وسله وال وژل سوي دي.   

جنوبي وزیرستان تر ۲۰۱۴م کاله پوري د القاعدې، د افغاني طالبانو د حقاني شبکې او پاکستان د اسلامپالو مرکزي اډه وه. خو له ۲۰۱۴م کال راهیسي هغوی د نظامي عملیاتو په ترڅ کي شړل سوي دي. په دا وروستیو کي پاکستاني طالبانو خپل بریدونه شدید کړي دي. په ظاهر کي هغوی د افغانستان د طالبانو له پرمختگ څخه الهام اخیستی دی.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب