1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

پر امنیتي خطرونو سربیره په غزې کې د حماس ضد مظاهرو دوام

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ فروردین ۱۸, دوشنبه

په غزې تړانګه کې دغه مظاهرې چې «بې له تاسې غواړو ژوند وکړو» کمپاین له خوا تنظیم شوي، د حماس پر خراب مدیریت، اقتصادي کړکیچ، پراخ فساد او د دغې ډلې له لوري د فردي او مدني ازادیو پر سرکوبه کولو نیوکه کوي.

په غزې تړانګه کې د حماس ضد مظاهرې
دغه مظاهرې د «بې له تاسې غواړو ژوند وکړو» کمپاین له خوا په لاره اچول شوې وې انځور: Bashar Taleb/AFP

د جدي خطرونو اوپه غزې تړانګه کې د سرکوبه کوونکي وضعیت سربیره، د پام وړ شمیر کې فلسطنیانو د حماس ترهګرې ډلې پر ضد مظاهرې وکړې.

دغه مظاهرې چې «غواړو بې له تاسې ژوند وکړو» تر عنوان لاندې کمپاین له خوا په لاره اچول شوي په ښکاره ډول د حماس پر خراب مدیریت، اقتصادي کړکیچ، پراخ فساد او د فردي او مدني آزادیو پر سرکوبه کولو انتقاد کوي.

د رپوټونو په حواله د حماس امنیتي ځواکونه د اعتراض کوونکو په نیولو او پر وړاندې یې د تاوتریخوالي له چلند څخه په کار اخیستنې سره هڅه کوي دغه اعتراضونه وځپي.

خو پر دې سربیره، په یو شمیر سیمو کې اعتراض کوونکو د حماس ترهګرې ډلې د مشرانو او خراب اقتصادي وضعیت پر وړاندې د شعارونو په ورکولو سره د بدلون غوښتنه کوله.

د کمپاین په لاره اچووونکو اعلان کړی دی چې موخه یې د «حماس د دیکتاتورۍ» پای ته رسول او د غزې خلکو له پاره د پرانیستې سیاسي فضا رامنځته کول دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب