طالبانو د کندهار د پنجوايي ولسوالي هم ونیوله
۱۴۰۰ تیر ۱۳, یکشنبهد کندهار د ولایتي شورأ رییس، سیدجان خاکریزوال هم د پنجوايي سقوط تاييد کړی، خو پر پوځ یې تور لګولی، چي «قصداً» یې د ولسوالۍ څخه ځواکونه ایستلي دي.
پنجوايی د کندهار ښار ته ډیره نژدې پرته ولسوالي ده. طالبانو په پخوانیو کلونو کي څو واري کوښښ کړی ؤ، چي هغه ونیسي.
د تیري جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو حکومت اعلان وکړ، چي د هغوی د مرکزي نظامي قرارګاه، بګرام څخه د دوی او متحدینو ټولي قواوي وتلي دي. د امریکا حکومت همدارنګه ویلي، چي د هغوی ټولي قواوي به د راتلونکي اګست میاشتي تر پایه پوري د افغانستان څخه ووځي.
ناظرین تشویش لري چي د خارجي قواوو تر وتلو وروسته به طالبان بیرته د قدرت اخیستلو کوښښ وکړي. هغوی د اونیو راهیسي د پرمختګ په حال کي دي. په ټول هیواد کي جنګونه او نښتي مخ پر ډيریدو دي.
د بلي خوا بیا د طالبانو او افغانستان د حکومت تر منځ د سولي په خبرو کي هم پرمختګ نه راځي. په دې وروستیو وختونو کي طالبانو د سختو عملیاتو په ترځ کي تقریبأ ټوله مهمي ولسوالۍ نیولي او ښارونه یې محاصره کړي دی.