د پاراګوای د مخدره موادو پر ضد مبارزې د «سيناد» په نوم آژانس د پلازمينې اسونسيون په بندر کې د ۴۰۱۳ کيلو کوکاينو د نيولو اعلان کړی دی. ويل شوي دي چې دغه کوکاين د بورې د هغو بوجيو په منځ کې پټ کړل شوي ول چې په پام کې وه بيلجيم ته وليږدولې شي.
سيناد ادارې د سې شنبې په ورځ وويل، چې تر څلورو ټنو ډېرو دې کوکاينو به په اروپا کې څه نا څه ۲۲۰ ميليون يورو ارزښت لرلی وای.
اروپا او امريکا متحده ایالات په لاتين امريکا کې په عمومي توګه په کولمبيا، پيرو او بوليويا کې د جوړېدونکو کوکاینو ستر بازارونه دي.
د ملګرو ملتونو د يوه تازه رپوټ په حواله دا چې قاچاق وړونکي پلټونکي غلط کړي، اروپا ته د قاچاق له پاره د پاراګوای، ارجنتاين او يا برازيل د مسير يا لارې اهميت په ډېريدو دی.
قاچاق وړونکو ته سګنال
د پاراګوای ولسمشر سانتياګو پينا، خبريالانو ته وويل چې د «خوږوالي» په نامه عملياتو په چوکات کې دغه بې ساري موندنه په پاراګوای کې د يو لړ «ډېرو خواشینوونکو پېښو» برخه ده، په داسې حال کې چې د مخدره موادو قاچاق وړونکي هڅه کوي چې د ستراتيژيکي پلوه مناسب موقعيت لرونکي دې هېواد څخه ناوړه ګټه اخلي.
هغه وويل، چې هيله لري د کوکاينو په دومره ډېر مقدار کې نيول به د دغه مخدره موادو تجارت اخلال کړي. پينا، همدا راز وويل چې پوليس یې د مسئولينو د نیولو هڅه کوي.
پوهه: آیا په مخدره موادو د روانی ناروغیو درملنه کیدای سي؟
پينا، په هېواد کې د امنيت ټینګولو د هلو ځلو د پراخولو ژمنه وکړه او ویې ویل: «زما په آند دا منظمو شويو ډلو ته دا سګنال استوي چې پاراګوای د ترانزيت په توګه ونه کاروي: دوی به له داسې چارواکو سره مخامخ شي چې هوډمن دي او په همغمږي شوې طریقه کار کوي.»
هغه زياته کړه: «بانډونه به نه وتوانيږي له هغه کنتروله تير شي چې موږ یې کوو.»
تېر کال په اروپا کې په ډېره اندازه کوکاين نيول شوي ول
د اروپا په بندرونو کې تېر کال تر ۳۰۰ ټنو ډېر کوکاين نيول شوي ول چې له دې څخه یې ۱۲۱ ټنه يوازې د بيلجيم په تر ټولو ستر بندر انتويرپ کې ونيول شول. په تېر يعني ۲۰۲۳م کال کې نيول شوی دا مقدار د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۱۰ سلنه ډېر وو.
د هالند د روتردم ستر بندر اروپا ته د مخدره موادو د داخليدو يوه بله اصلي نقطه ده.
ب. ص/ ن. ز (AP, dpa, EFE)
زموږ له آرشيف څخه:
د لاتین امریکا د مافیایي بانډونو تر ټولو خطرناک مجرمان
په دې انځوریز رپوټ کې تاسې ته د لاتین امریکاد نشه یي توکو او مافیایي بانډونو تر ټولو خطرناکې څیرې درپيژنو. ځنې له دوی څخه اوس هم په زنداننو کې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Guzmanد مکسیکو د سینالوآ په نوم ډلې مشر ګزمان، چې خلک یي ایل چاپو بولي په وار وار د خبرونو په سرټکو کې ځای نیولی دی. نوموړی دوه ځله له زندان څخه په تیښته بریالی شوی هم دی. د FBI او انټرپول په لیست کې تر اوسامه بن لادن وروسته دویم نوم د ده وو. ګزمان د پيسو سپينولو، سړي تښتونې، د مخدره توکو د پلورنې او قتل په پيښو کې په ښکیلتیا تورن په ۲۰۱۷م کال کې امریکا متحده ایالاتو ته سپارل شوی وو.
انځور: picture alliance/dpa/J. Mendezهیکټور پالما سالازار یا ایل ګوئیرو
سالازار د «ایل چاپو» تر ټولو مهم ملګری وو. نوموړی په ۲۰۰۷ م کال کې د کوکائنو د قاچاق په جرم امریکا ته سپارل شوی وو. د ایل ګوئیرو سزا د هغه د ښو اخلاقو له امله کم کړای شوې وه. هغه د ۱۶ کلونو پر ځای تر ۹ کلن بند وروسته د کولورادو له زندان څخه آزاد او مکسیکو ته وشړل شو. هغه اوس په مکسیکو کې د قتل د جرم له امله د التپلانو په زندان کې چې د سختو امنیتي تدابیرو درلودونکی دی بندی دی.
انځور: thewhistleblowers.infoګلبیرتو او میګیل رودریګیز اوریخوئیلا
میګیل او ګلبیرتو رودریګیز تر ۱۹۹۵م کاله پورې په کولمبیا کې د «تور» په نوم ډلې مشران وو. د دوی د همکارۍ له کبله پولیس وتوانیدل چې پابلو ایسکوبار هم ونیسي. دغه دواړه وروسته امریکایي چارواکو ته سپارل شوي وو چې په ۲۰۰۶ کې په عمري بند محکوم شول. میګیل د سويلي کارولینا او ګلبیرتو د شمالي کارولینا په زندانونو کې بندیان دي.
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/SIJINدیئیګو مونتویا سانچیز(ډون ډیئیګو)
د امریکا د داخلي استخباراتو FBI د مطلوب ترين کسانو په نوملړ کې د ده نوم په ۱۰ مقام کې ځای درلود. ډون ډیئیګو په ۱۹۹۰ لسیزه کې په کولمبیا کې د «نورتې دیل ویا» مافیایي ډلې مشري کوله. هغه په ۲۰۰۷م کال کې د کولمبیایي پوځ له خوا تر نیول کیدو یو کال وروسته امریکا ته وسپارل شو. په ۲۰۰۹م کال کې د مخدره توکو پر پلورلو، قتل او په زور د پيسو اخیستلو پر جرمونو اعتراف وکړ. هغه ته د ۴۵ کاله بند سزا اورول شوې.
انځور: picture-alliance/dpaخوآن کارلوس رامیریز آبادیا (چوپیتا)
د ایسکوباراس تر وژل کیدو او د رودریګیز د دواړو ورونو تر نیول کیدو وروسته د «چوپيتا» نوم ډیر اوریدل کیده. چوپيتا امریکا ته کوکائن قاچاق کول. هغه هم په ۲۰۰۷م کال کې په برازیل کې تر نیول کیدو وروسته امریکا ته وسپارل شو. ده ته د ۵۵ کاله بند سزا واورول شوه. هغه د خپل د مخ د بڼې بدلولو له پاره څو جراحي عملیاتونه کړي وو.
انځور: picture-alliance/ dpaایډګر والدیز ولیارئیل «لاباریي»
ولیارئیل له ایل چاپو سره نږدې اړیکې درلودلې. ده ته په مکسیکو کې د نشه یي توکو تر ټولو خطرناک او ظالم قاچاقبر ویل کیږي. نوموړی په ۲۰۱۰م کال کې په مکسیکو کې ونیول شو او په ۲۰۱۵م کال کې امریکا ته وسپارل شو. والیاریئل چې په ۴۹ کلن بند محکوم شوی اوس په زندان کې دی.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Guzmanساندر اویلا بیلتران چې د پاسیفیک په ملکې مشهوره ده، د مکسیکو هیواد پورې تعلق لري. دې ته د مکسیکو د سینالوآ او د کولمبیا د «نورتي دیل ویا» ترمنځ د یوه مهم ارتباطي کس په سترګه کتل کیده. په محاکمه کې پر دې کوم جرم ثابت نه شو، خو د غیر قانوني وسلو ساتلو په جرم کې په ۲۰۱۳م کال کې د میامي یوې محکمې په نږدې شپږ کال بند محکومه کړه. اوس دا د یوې آزادې تبع په توګه ژوند کوي.
انځور: picture-alliance/dpaنوموړی یو وخت د ایل چاپو ګزمان، یو تر ټولو نږدې ملګری ګڼل کیده خو وروسته یي بیا ډیر سخت دښمن شو. ده د مکسیکو د سینالوآ ډلې پر وړاندې ډیره خونړۍ جګړه هم کړې وه. الفریدو بیلتران لیوا، په ۲۰۰۸م کال کې په مکسیکو کې ونیول شو او په ۲۰۱۴ م کال کې هغه په امریکایي زندان کې وو. نوموړی د مخدره توکو د کاروبار په جرم کې د کولمبیا ښار په یوه زندان کې د خپل عمري بند سزا تیروي.
انځور: Getty Images/AFP/O. Torresداماسو لوپيز(ایل لیسینسیادو)
ایل لیسینسیادو یو وخت د پوئنتي ګراندې په نوم زندان مرستیال وو. ایل لیسینسیادو په ۲۰۰۱م کال کې له ایل چاپو سره له زندانه په تیښته کې مرسته او همکاري کړې وه. وروسته له هغې دغه تحصیل یافته کس د ګزمان یا ایل چاپو د تر ټولو نږدې او د باور وړو کسانو په لیست کې شامل شو. نوموړی په ۲۰۱۷م کال په مکسیکو کې تر نیول کیدو وروسته امریکا ته وسپارل شو. د کوکائنو د قاچاق په جرم هغه د عمري بند سزا تیروي.
انځور: Reuters/C. Jassonویسینتی زمبلادا (ایل ویسینتیلو)
نن سبا د سینالوآ ګینګ مافیايي ډلې مشري اسمعیل زمبلادا کوي چې ویسینتی د هغه زوی دی. نوموړی په ۲۰۰۹م کال کې ونيول شو او درې کاله وروسته امریکایي چارواکو ته وسپارل شو. ایل ویسینتیلو د ایل چاپو پر ضد دوسیه کې له امریکایي چارواکو سره مرسته کوي او له همدې امله ده ته د ۱۵کاله بند سزا اورول شوې وه. خو هغه بیا د څلور کاله بند تر تیرولو وروسته آزاد کړای شو؟
انځور: picture-alliance/dpa/M. Guzman