په پاريس کي په ترهگرۍ تورن کسان په بند محکوم سول
۱۳۹۹ آذر ۲۷, پنجشنبهپه پاريس کي يوې محکمې د چهارشنبې په ورځ د ترکي ـ فرانسوي تابعيت درلودونکي عليرضا پولات، له هکرو سره د همکارۍ په تور مجرم وباله. له همدې کبله نوموړي له هغو ترهگرو سره د مرستي په تور محکوم دی چي د ۲۰۱۵م کال په جنوري مياشت کي يې د شارلي ابدو پر طنزي مجلې او د يهودانو پر يوه سوپر مارکيټ باندي بريد وکړ. په دغه بريد کي په مجموعي ډول ۱۷ کسان ووژل سول.
محکمې دغه کس د بريد د اصلي قاتل، امدي کوليبالي د ښی لاس په توګه پيژندلی چي پر شارلي ابدو باندي تر بريد وروسته يې پر يوې پوليسي ډزي وکړې او په سوپر مارکيټ کي يې څلور يرغمل نيول سوي کسان ووژل.
د محکمې د ارزوونو له مخي د نوموړي کس جرم دا دی چي په ډير دقيق او اغيزمن چلند سره يې له کوليبالي سره د بريد په ترسره کولو کي مرسته کړې او د هغه له اهدافو څخه يې بشپړه خبرتيا درلوده. علي رضا پولات پر نوموړي محکمې اقامه دعوي او پر دغه حکم باندي يې د تجديد نظر غوښتنه کړې ده.
دوهم اصلي تورن کس محمد بلحسن دی چي ويل کيږي په سوريه کي د استخباراتو له خوا وژل سوی دی.
د ۲۰۱۵م کال د جنوري مياشتي پر ۷ نېټه د سعيد او شريف کواشي په نامه دوه افراطي وروڼه د طنزيه مجلې شارلي ابدو دفتر ته ننوتل په دوو دقيقو کي يې پر ډيرو حاضرو کارکوونکو باندي، چي ځيني يې د فرانسې مشهوره کاريکاتوريستان ول، ډزي وکړې. په دغه بريد کي ۱۱ کسان ووژل سول او په لسونو نور ټپيان سول.
دغه دواړه وروڼه د پيښې له ځايه وتښتيدل او پر لاره يې د پوليسو يو مامورهم وواژه. د هغې ورځي په سهار پاريس ته نژدې په مونتروژ کي د کوليبالي په لاس يوه پوليسه ووژل سوه، هغه کس چي يوه ورځ وروسته يې د يهودانو په سوپر مارکيټ کي د خلکو په يرغمل نيولو او وژلو پيل وکړ. پوليسو بيا وروسته د کواشي وروڼه او کوليبالي ووژل.
په ټوليزه توګه ۱۴ کسانو له دغو دوو وروڼو سره همکاري کړې وه او د بريد له پاره يې د اړتيا وړ وسايل آماده کړي ول او يا يې هم د ۲۰۱۵م کال د جنوري مياشتي د بريد په نورو برخو کي مادي او معنوي مرسته کړې وه.