1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: طالبانو د مسلمانو نجونو د تعلیم کنفرانس بلنه رد کړې

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ دی ۲۲, شنبه

پاکستان وايي د طالبانو حکومت په اسلام آباد کې په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د تعليم پر موضوع نړيوال کنفرانس کې ګډون نه دی کړی. اسلام آباد د شنبې په ورځ پېل شوي دغه دوه ورځني کنفرانس کوربه دی

آرشیف - په کابل کې د اماني ليسه کې طالبان او زده کونکي
پاکستان وايي د طالبانو حکومت په اسلام آباد کې په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د تعليم پر موضوع نړيوال کنفرانس کې ګډون نه دی کړیانځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جنوري ۱۱مه) وویل چې دوی د طالبانو حکومت ته په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې خو د هغوی استازي پکې حضور نلري.

صدیقي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «مونږ افغانستان ته بلنه ورکړې وه، خو د افغان حکومت له خوا هېڅ څوک په دغه کنفرانس کې نشته.»

طالبان چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان حاکم شوي، د تعلیم او کار په ګډون ډېرو برخو کې ېې پر ښځو او نجونو محدودیتونه وضع کړي دي. اوس مهال په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تلو اجازه نه لري.  

اوس مهال په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تلو اجازه نه لريانځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم دغه کنفرانس کې د ګډون په خاطر له خپل مور او پلار سره پاکستان ته تللې ده. هغې په اسلام آباد کې یاد کنفرانس ته د رسېدو پر مهال وویل: «زه پاکستان ته په بېرته راتلو واقعاً ویاړم او ډېره خوشاله یم.»

د اسلام آباد په دوه ورځني کنفرانس کې د اکثرو اسلامي هېوادونو استازو ته بلنه ورکړل شوې ده. په دغو هېوادونو کې په ملیونونو نجونې له تعلیمه بې برخې دي او استازي به په پکې د نجونو د تعلیم په هکله بحثونه ولري.

ټاکل شوې وه چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف به د شنبې په سهار دغه کنفرانس ته خپله وينا واوروي. په کنفرانس کې به د پاکستان د ښوونځيو او پوهنتونونو زده کونکي او محصلین هم ګډون ولري.

د کلینکي ارواپوهنې یوې زده کوونکې، ۲۳ کلنې زهرا طارق د کنفرانس په هکله وويل: «لږ تر لږه دا د مسلمانو نجونو د تعلیم په برخه کې یو ښه نوښت دی.»

له روغتیايي زده کړو د پاتې شویو افغان مېرمنو ناهیلي

02:56

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب