د آلمان حکومت په پاکستان کې د افغان مهاجرو د ناوړه وضعیت په هکله اندېښنه ښوولې ده. په پاکستان کې افغان کډوال له مودو راهیسې له ناسم چلند او اخراج سره مخامخ دي.
اعلان
د آلمان حکومت له پاکستانه د افغان مهاجرو د اخراج په هکله اندېښنه ښوولې ده. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې په پاکستان کې د افغان مهاجرو وضعیت د ۲۰۲۳م کال له مني راهیسې په بنسټيزه توګه لاپسې خراب شوی دی. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې فدرالي حکومت له پاکستاني چاراکو سره له نژدې په اړيکه کې دي او د افغان مهاجرو د حفاظت له پاره هڅې کوي.
پاکستان يو له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو ډېر شمېر افغان مهاجر په کې ژوند کوي. د تېرو څلورو لسیزو په جریان کې چې په افغانستان جګړې او شخړې وې، ګڼ شمېر افغانان پاکستان ته مهاجر شوي دي. د اټکلونو پر اساس، حاضر وخت درې تر څلور میلیونه پورې افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د دوی د معلوماتو پر اساس، هغه افغانان چې د منلو پروسه ېې د آلمان او یا د کوم بل هېواد له خوا جریان لري، د دغو اخراجونو هدف نه دي.
له ایران او پاکستان څخه د اخراج شوو افغانانو ډېره برخه ښځې او ماشومان تشکيلوي. د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکوی چې په افغانستان کې په ميلیونو ماشومان له خوارځواکۍ کړيږي او ښايي د نویو کډوالو راتګ دغه ستونزه لا پسې پراخه کړي.
دا په نیمروز ولایت کې ایران سرحد ته نژدې يو متروکه کور دی چې ایران ته تلونکي مهاجر راټول شوي او غواړي چې د شپې له تیارې څخه په استفاده پټ ایران لور ته واوړي او هلته ېې یو کار او غريبي موندلي وي تر څو ېې په هېواد کې خپلو کورنيو سره مرسته کړي وي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance
له دېواله اوښتل
افغان مهاجر باید له یو سرحدي ديواله ټوپ ووهي تر څو د ایران خاورې ته داخل شي. په وروستیو کې له پاکستانه د افغانانو ډلیز اخراج سبب شوی چې له افغانستانه ایران ته د ځوانو نارینه و بې نظمه مهاجرت ډېر شي. ځينې وخت ایراني پوله ساتونکې پر مهاجرو ډزې هم کوي چې یو شمېر ېې د لارو په اوږدو کې ټپیان او حتی خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance
د مهاجرو هديره
دا د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته نژدې یوه هدیره ده چې د ځايي خلکو په خبره ډېر داسې ځوانان په کې ښخ کړل شوي ایران ته د اوښتو پر مهال او یا د نورو دلایلو له وجې وژل شوي دي. ایران ته د مهاجرت یوه لار دا ده چې مهاجر لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه د ایران خاورې ته داخل شي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance
انځورونه1 | 18
دغه وزارت زیاته کړې، ټول هغه کسان چې په پاکستان کې د آلمان فدرالي حکومت له خوا تر مراقبت لاندې نيول کیږي، په اسلام آباد کې د آلمان سفارت له خوا پاڼې ترلاسه کوي تر څو پاکستاني چارواکو ته ثابته کړي چې د ویزو پروسه ېې ادامه لري.