1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

ایران: په ځانمرګي برید کې د استخباراتو یو مشر وژل شوی

محمد کریم صالح | رويټرز، اسوشتید پریس
۱۴۰۳ دی ۹, یکشنبه

ایران وايي د دغه هېواد د استخباراتو پولیسو یو مشر په یوه ځانمرګي بريد کې وژل شوی دی. د ایران دولتي رسنۍ د شنبې په ورځ وویل چې دغه پېښه د جنوبي ولایت هرزمګان په ساحلي ښار بندر لنګه کې شوې ده.

د ایران د استخباراتو ادارې وژل شوی افسر، مجتبی شهیدي تختي
ایران وايي د دغه هېواد د جنوبي ښار بندرلګه د استخباراتو پولیسو مشر د شنبې په ورځ د دسمبر ۲۷مه په یوه ځانمرګي بريد کې وژل شوی دیانځور: Handout/kurdistan24.net

د رويټرز په حواله، د بندر لنګه ښار د امنيه قوماندانۍ یو پولیس وویل چې دغه ځانمرګي بريد یو ناپېژاندې کس د امنیه قوماندانۍ ودانۍ مخې ته وکړ. خبرځای زیاتوي چې په دغه برید کې د استخباراتو د پولیسو مشر او خپله بریدګر ووژل شول او د پولیسو یو بل افسر ټپي شوی دی. خپرو شوو رپوټونو کې وژل شوی افسر د مجتی شهیدي تختي په نوم ښودل شوی چې د بندر لنګه ښار د استخباراتو پولیسو مشر وو.

دغه ځانمرګی برید په ایران کې د دوو ځانمرګي بریدونو له کلیزې څو ورځې مخکې شوی دی. د جنوري په دریمه یادو دوو ځانمرګي بریدونو کې نژدې ۱۰۰ کسان ووژل شول. دغه بریدونه د قاسم سلیماني پر یادغونډه شوي ول. نوموړی د ایران د سپاه پاسداران مشر وو چې په ۲۰۲۰ کال کې په عراق کې د یوې امریکايي ډرون په حمله کې ووژل شول.

د ایران تسنیم خبري آژانس پرونی ځانمرګی برید یو «تروریستي برید» ښودلی دی.

دغه آژانس ويلي چې د شنبې په ورځ د هرزمګان ولایت په ساحلي ښار، بندر لنګه، کې په یو «تروریستي برید» کې د پولیسو یو قوماندان وژل شوي دی. تسنیم هم ويلي چې په دغه حمله کې یاد قوماندان «هدف ګرځول شوی» چې په خپله «بریدګر هم پکې وژل شوی دی.»

خبري سرچينو ویلي چې په سملاسي توګه د دغې حملې مسئولیت چا نه دی منلی. د ایران هرمزګان ولایت د پلازمینې تهران لویديځ لور ته په شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

د اکتوبر په لسمه د ایران د سیستان- بلوچستان ولایت په مربوطاتو کې په «یوه تروریستي حمله» کې ۱۰ پولیسان وژل شوي ول. د دغې حملې مسئولیت جهش العدل ډلې منلی وو. د ایران سیستان بلوچستان ولایت له اوږدې مودې راهیسې د ناامنیو شاهد پاته شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب