سوریايي چارواکي: پر یو زیارت مو د داعشیانو بمي برید شنډ کړی
۱۴۰۳ دی ۲۲, شنبهد سوريې د دولتي خبري آژانس (SANA) د رپوټ پر اساس، د سوريې استخباراتو او امنيتي ځواکونو ويلي چې د سیده زینب زیارت په منځ کې ېې د داعش ډلې یوه بمي حمله شنډه کړي.
د سوريې د کورنیو چارو وزارت د پېښې په تړاو د څلورو کسانو انځورونه خپاره کړي او هغوی ېې د داعش شبکې غړي ښودلي دي. رپوټ زیاتوي چې دغه افراد د پلازمينې دمشق ته څېرمه نيول شوي دي.
ورته نور: آلمان: ښايي يو شمېر سوريايي مهاجر بيرته ستانه کړو
دغه وزارت همدارنګه د موبایلونو، دوو ټوپکونو، درو چاودېدونکو وسیلو او د څو لاسي بمونو په ګډون د جنګي تجهیزاتو انځورنه هم خپاره کړي چې ادعا شوې له تورنو کسانو څخه یې په لاس راوړي دي.
د هویت خپاره شوو اسنادو انځورونه ښيي چې د دغو کسانو له ډلې دوه ېې لبناني دي او یو ېې په لبنان کې میشت فلسطينی مهاجر دی.
ورته نور: سوريه: پوځي قاضي نيول شوی؛ هغه په زرونو کسان په مرګ محکوم کړي
سيده زینت په دمشق کې د شیعه ګانو مهم زیارت دی چې تر ټولو ډېر زیارت کونکي ورځي. رپوټ زیاتوي چې د بشارالاسد رژیم پر وخت به د دغه زیارت د امنیت له پاره د هغو په دروازو کې د ایران له ملاتړه برخمن ساتونکي موظف ول.
له آرشیف څخه: