1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کلتورټایلنډ

تایلند: په فستیوال کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

محمد کریم صالح | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۲۴, شنبه

د تایلند په لويديځ کې په یوه فستیوال کې چاودنه شوې چې پکې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي. د تايلند رسنيو د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې چاودنه د نڅا یوه ستيج ته نژدې شوې ده.

په ټایوان کې د سونګکران واټر فستیوال - آرشیف
د آرشیف انځور - په تایلند کې د فستیوال کې چاودنه شوې لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوي او په لسونو نور ټپيان ديانځور: Soe Zeya Tun/REUTERS

د تایلندي رسنیو په حواله، ويل کيږي چې یو ناپېژاندې شخص یو چاوديدونکي شی د نڅا ستېج ته نژدې غورځولی دی.

دغه پېښه د تایلند په تاک ایالت کې د میانمار سرحد ته نژدې رامنځ ته شوې ده.

په سملاسي توګه د پېښې د رامنځ ته کېدو انګيزه روښانه ده.

د تایلند صدراعظمې، پایونګ ترن شیناواترا، پر اکس شبکه د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

هغې ويلي چې پولیس او امنيتي چارواکو ته ېې د پېښې د فوري تحقیقاتو امر کړی تر څو د دې ډاډ حاصل شي چې د پېښې عاملین پيدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب