1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکراین له شرقي ښار ووهليداره خپل ځواکونه ايستلي دي

۱۴۰۳ مهر ۱۱, چهارشنبه

د اوکراین پوځ له شرقي ښار ووهليدار څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو خبر ورکړ. په سیمه کې اوکرایني ځواکونو ويلي دي چې د روسيې د درنو حملو د محاصرې خطر رامنځ ته کړی وو چې دوی ېې وتلو ته اړ کړل.

اوکرایني عسکر په ووهلدار جګړه ځپلې سیمه کې
د آرشیف انځور، ووهلدار - روسي ځواکونه پر اوکراین د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د یرغل له لومړۍ اوونۍ راهیسې د ووهلدار د نیولو په لټه کې ولانځور: Wolfgang Schwan/Anadolu/picture alliance

د ووهليدار سقوط په سويل کې د اوکرایني ځواکونو د دفاعي لیکو په هکله نوې پوښتنې راولاړې کړي دي. ووهليدار د سکرو کان لرونکې ښارګوټی دی او دغه تحول د ژمي په درشل کې رامنځ ته کیږي.

د خورتیتڅیا (Khortytsia) په نوم د اوکرایي عسکرو یو ټیم چې په سیمه کې د عملیاتو مسئولیت لري، پر تلیګرام لیکلي دي چې لوړې قوماندانۍ ورته له ووهليداره د واحدونو د ایستلو اجازه ورکړه، تر څو د پرسونل او پوځي تجهیزاتو ساتنه شوي وي او د نورو عملیاتو له پاره یو موقعیت ونيول شي.»

د اوکرايني ځواکونو دغه ټيم ويلي دي چې که څه هم چې روسي ځواکونو ته يې درانه تلفات واړول، خو د مقابل لور بې رحمانه حملې «د محاصرې د یو ګواښ» په معنی وې، چې دوی ېې د ځواکونو اېستلو ته اړ کړل.

ووهليدار د دونیڅک ښار سویل ختيځ ته په شاوخوا ۵۰ کيلومترۍ کې پروت دی. دونيڅک د هغو څلورو سیمو له ډلې د ېوې مرکز دی چې روسيه ېې په خپله خاوره کې د الحاق ادعا کوي.

روسي ځواکونه د ۲۰۲۲م کال په فبروري کې پر اوکراین د پوځي يرغل له لومړۍ اونیو راهيسي د ووهليدار ښار ګوټي د نیولو په لټه کې ول.

ووهليدار ښارګوټی له هغه وخت راهیسې د تېرو دوه نیمو کلونو په جریان کې د درنو او خونړیو جګړو شاهد وو او د روسي ځواکونو د ګولیو بارانونو سخت ځپلی دی.

د روسي عسکرو بلاګرانو په وروستیو ورځو کې داسې ويډيو ګانې خپرې کړي چې په کې روسي عسکر ښودل کيږي چې د ووهليدار پر مختلفو سيمو کې د روسيې بېرغونه پورته کوي.

په مسکو کې د روسيې د دفاع وزارت په رسمي توګه د ښارګوټي د نيولو ادعا نه ده کړې. خو د چهارشنبې په ورځ ېې په یوه لنډه خبري ناسته کې وويل چې ځواکونو ېې د دونيڅک په لېرې شمالي علاقه کې يو کلی نيولی دی.

(AFP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل