ملګري ملتونه: پر ښځینه کارمندانو بندیز له کبله مرستې ځنډیدلي
۱۴۰۴ شهریور ۲۱, جمعه
ملګرو ملتونو ويلي دي چې له ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او ایران څخه د راستنو شویو افغانانو ته ځانګړې شوې مرستې یې په افغانستان کې د دوی د ښځینه کارمندانو پر کار باندې د بندیز له کبله ځنډولي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ یا (یو. ان. اچ. سي. ار) ویلي: «د سپتمبر په ۹مه، د هغو لارښوونو له امله چې د اوسني واکمنو له خوا ورکړل شوي او زموږ افغان ښځینه کارکوونکې یې د کار کولو څخه منع کړې، ملګرو ملتونو د کډوالو اداره اړ شوه چې په ټول افغانستان کې د خپلو نغدي مرستو مرکزونه وتړي.»
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د دغه پروګرام په چوکاټ کې په یادو مراکزو کې هغو افغان کډوالو چې له ایران او پاکستان څخه بیرته افغانستان ته را ستنیدل، یو اندازه نغدي او نورې مرستې ترلاسه کولې.
په عین حال کې ملګرو ملتونو هم په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د دې اونۍ په اوږدو کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د دوی ښځینه کارکوونکې خپلو دندو ته له تګ څخه منع کړل شوي دي. په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز راغلي: «په کابل، هرات او مزارشریف کې امنیتي ځواکونه په ښکاره ډول د ملګرو ملتونو د دفترونو مخې ته ځای پر ځای شوي تر څو دغه محدودیت عملي کړي. دا په ځانګړې ډول داسې مهال د ډیرې اندیښنې وړ ده چې پر افغان ښځو او نجونو د حقونو محدودیتونه لا هم دوام لري.»
طالبان چې څلور کاله کېږي بېرته پر افغانستان واکمن شوي د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د وضعیت له امله له سختو نړیوالو نیوکو سره مخامخ دي. د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې د جزا د نړیوالې محکمې (ICC) د طالبانو پر دوو لوړپوړو مشرانو د ښځو او نجونو د حقونو د نقض او تعقيب په تور د بشر ضد جرمونو د ترسره کولو په خاطر د نیولو حکم صادر کړ. په افغانستان کې اوسمهال ښځې او نجونې نه یوازې له زده کړو او کار څخه منع دي، بلکې له پارکونو، ورزشي سالونونو او له محرم پرته له سفر کولو هم محرومې دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د پرواګرام د عملي کولو پرمهال د ستونزو له امله یې افغانستان ته له ګاونډیو هیوادونو د افغانستان راستنېدونکو مالي ملاتړ بند کړی. ملګري ملتونه زیاتوي چې د کلتوري دلایلو له مخې اړینه ده چې ښځینه کارکوونکې د هغو ګڼ شمېر ښځو مرکې وکړي چې له ګاونډیو هېوادونو راستنېږي ترڅو مرستې ورسره وشي. دغه سازمان ویلي، له طالبانو سره په خبرو بوخت دی تر څو د خپلو ښځینه کارکوونکو د بیا کار کولو اجازه ترلاسه کړي.
پاکستان د تېرو څلورو لسیزو راهیسې د میلیونو افغانانونو کوربه دی خو د پاکستان حکومت په ۲۰۲۳ کال کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او یاغي ډلو د فعالیتونو له کبله د افغان کډوالو پر وړاندې پراخ عملیات کړي او هغوی یې په یو ډول «ترهګر او مجرمان» بللي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، یوازې په روان کال کې له پاکستان او ایران څخه تر ۲.۱ میلیونو ډېر افغانان بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي او دا لړۍ لا هم ادامه لري. افغانستان ته د افغان کډوالو د بیا راستنیدو څپه داسې مهال شدت مومي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له شدیدو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او د ملګرو ملتونو په وینا په دغه هیواد کې د بې وزلۍ او بې کارۍ کچه مخ پر لوړیدو ده.