امریکايي چارواکی: پر ایران باید ديپلوماتيک فشارونه ډېر شي
۱۴۰۳ دی ۲۳, یکشنبهد امریکا منتخب ولسمشر، دونالد ترمپ، ژمنه کړې چې د ایران په هکله به خپل پخوانی سیاست تعقیبوي چې د ایران د اقتصادي تضعیف سیاست دی، تر څو دغه هېواد اړ شي چې د خپل اتومي پروګرام، بالستيک توغنديو او سیمیزو فعالیتونو په هکله د یو تړون له پاره مذاکراتو ته کيني.
کلاګ چې يو متقاعد پوځي جنرال دی، د ایران د مقاومت ملي شورا (NCRI) يوې غونډې ته وینا درلوده. د دغې شورا مرکز د فرانسې پلازمينه پاریس کې دی. هغه په خپلو خبرو کې د ایران په هکله د فشارونو د ډېرېدو په تړاو وويل: «دغه فشارونه به یوازې خوځښتې او د پوځي ځواکونو نه وي، بلکې اقتصادي او ديپلوماتيک به هم وي.»
کلاګ چې د ترمپ په راروانه دوره کې به د روسيې او اوکراین په چارو کې د امریکا استازی وي، وویل چې د «ایران د بهتره بدلون له پاره» یو فرصت موجود دی، خو دغه فرصت تل نه وي.
ورته نور ولولئ: ترمپ: پوتین سره د خبرو اترو له پاره چمتووالی نیول کيږي
هغه زیاته کړه: «موږ باید له اوسني ضعف څخه چې وينو ېې استفاده وکړو. هيله شته نو عمل هم باید همداسې وي.»
په پام کې ده ترمپ خپله نوې دوره څه باندې یوه اوونۍ وروسته پيل کړي. په دې درشل کې ایران د واشنګټن راتلونکې ادارې ته خبرداری ورکړی چې د ایران په هکله له ناسمو محاسبو ډډه وکړي. د ایران سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي ويلي دي: «ډېر متوجه اوسئ چې کومه ستراتيژيکه تېروتنه یا ناسمه محاسبه ونه کړئ.» خو سلامي په مستقیمه توګه د د ترمپ نوم نه دی اخیستی.
د ایران دولتي خبري آژانس اسنا په حواله، سلامي د شنبې په ورځ وويل چې «دښمن» داسې فکر کوي چې ایران ضعیف شوی، خو هغه ټينګار وکړ چې د ایران پوځ آپدیت دی او «له دښمن او په سیمه کې ېې له متحدینو سره لويو او اوږدو جګړو» ته اماده دی.
ورته نور ولولئ:د کانګرس غړی؛ ترمپ دې د «طالبانو تمويل» ته د پای ټکي کيږدي
تهران پر فرانسې سخته نيوکه کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې وویل: «د فرانسې له خوا د یوې تروریستي ډلې کوربتوب، له تروریزم څخه د ملاتړ یوه ښکاره بېلګه او د تروریزم ضد مبارزې له پاره له نړيوالو حقوقي ژمنو د فرانسې د حکومت سرغړونه ده.»
کیت کلاګ تر دې مخکې هم په کراتو د ایران د مقاومت ملي شورا په غونډو کې ویناوې درولودلی چې تر ټولو وروستۍ ېې په نومبر میاشت کې وه. خو په پاریس کې د هغه حضور، که حتی شخصي هم وي، ښيي چې دغه ایرانۍ ډله د امریکا له نوي ادارې سره يو څه نژدې اړيکې لري.
ورته نور ورلولئ: رپوټ: ماسک د ترینګلتیاو کمولو په موخه د ایران له سفير سره کتلي
د ایران د مقاومت شورا په فرانسې کې ګڼې غونډې درلودلي دي. په دغو غونډو کې اغلب پخوانیو لوړپوړ امریکايي، اروپايي او عربي لوړ پوړو چارواکو چې د ایران پر سیاست نیوکې کوي، ګډون کړی دی.