1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د بې بایو متریکه پاسپورتونو بازار تود شوی

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۱ بهمن ۵, چهارشنبه

په افغانستان کې له څو میاشتو راهیسې د پاسپورتونو د وېش ځنډ ډېر خلک اړ کړي دي چې تور بازار ته مخه کړي او له بایومتریک پرته پاسپورتونه په لوړه بیه له کمیشنکارانو څخه په لاس راوړي. طالبان وایي، دغه پاسپورتونه اعتبار نه لري.

آرشيف انځور: په افغانستان کې د بې بایو متریکه پاسپورتونو بازار تود شوی
آرشيف انځور: په افغانستان کې د بې بایو متریکه پاسپورتونو بازار تود شویانځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images

شاوخوا څلور میاشتې کیږي چې په کابل او ولایتونو کې د پاسپورتونو وېشل په رسمي توګه بندې شوي. یو شمېر خلک ادعا کوي چې د پیسو په بدل کې یې پاسپورتونه ترلاسه کړي.

په دې منځ کې داسې اوازې هم شته چې د ډېرو پیسو په بدل کې پاسپورتونه وېشل کیږي او یو شمېر خلک د کمیشنکارانو په لټه کې دي چې د پاسپورتونو په بدل کې پیسې ورکړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د پاسپورتونو غوښتنه زیاته شوه او لسګونه زره کسان چې د لوېدیځو هيوادونو له لورې یې د منلو وعدي ترلاسه کړي، هڅې کوي چې د پاسپورت په اخیستلو سره افغانستان پریږدي. خو څلور میاشتې وړاندې د طالبانو له لورې د پاسپورتونو وېش بند شو.

د پاسپورتونو د وېش بندیدو خلک له کومو ستونزو سره مخ کړې دي؟

د کابل يوه اوسيدونکي عثمان دویچه ویله ته وویل، هغه وخت چې د پاسپورت ریاست ته یې د پارسپورت اخیستلو  له پاره مراجعه وکړه خو ورته وویل شول چې د پاسپورتونو وېش بند دی او یوازې ناروغانو او هغو کسانو ته پاسپورتونه ویشي چې له هېواده بهر په لوړو زده کړو پسې ځي.

انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

عثمان اړ شو چې د پاسپورت ترلاسه کولو له پاره تور بازار ته مخه کړي. هغه زياته کړه چي کمېشنکار ورته داسي وويل: «کمیشنکار راته وویل چې پاسپورت راباسم، خو ستاسې له بایومتریک او عکس پرته یې چاپ کوم او وروسته ستاسې ګوته په دوکان کې په پاسپورت کي لګوم.»

دغه کمیشنکار عثمان ته ویلي ول چې په پیل کې باید ورته ۷۰۰ ډالر ورکړي. هغه وایي: «کمیشنکار وویل ۷۰۰ ډالر به په صرافۍ کې کیږدې او کله چې مې پاسپورت ترلاسه کړ او تاسې ته یې وسپارم، بیا به زه دا پیسې له صرافۍ واخلم.»

په افغانستان کې اوس پاسپورت چا ته ورکول کيږي؟

عثمان مخکې لیدلي ول چې کمیشنکاران او د هغوی دوستان پیسې ترلاسه کوي او وروسته بیا ځانونه ورک کوي، نو له همدې امله یې په دغه کس باور ونه کړ. هغه د ناروغۍ په اسنادو د پاسپورت له پاره غوښتنه سپارلي، څو وکولی شي چې په یوه ګاونډي هيواد کې د خپلې ناروغۍ درملنه وکړي.

د طالبانو ادارې د پاسپورت ریاست ویاند نورالله پتمن مني چې یو شمېر کسان خلکو ته جعلي پاسپورتونه ویشي خو وایي چې دغه پاسپورتونه اعتبار نه لري.

پتمن دویچه ویله ته وویل: «دا پاسپورتونه چې ویشل کیږي، په سیستم کې راجسټر شوې نه دي. څو نفر ونیول شول او یو شمېر کسان تر تعقیب لاندې دي او هر هغه څوګ چې جعلي پاسپورت ترلاسه کوي هغه به ونیول شي.»

هغو مريضانو ته پاسپورټونه توزيع کیږي چې بهرنیو هېوادونو ته د تداوۍ له پاره ځيانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

خو علي رضا فایض وایي چې په تور بازار کې یې د دوو زره امریکایي ډالرو په بدل کې بې له بایومتریک پاسپورت ترلاسه کړی او توانیدلی چې ایران ته پرې سفر وکړي.

فایض وویل: «زما یوه دوست راته یو کمیشنکار معرفي کړ، په صرافۍ کي مې دوه زره ډالر ورته کښېښودل، له یوې اونۍ وروسته چې پاسپورت راته راوړ، صراف ته مې وویل چې پیسې ورکړي.»

دغه ځوان وایي چې کمیشنکار ترې عکس او د تابعیت تذکره واخیستل او له بایومتریک پرته یې ورته پاسپورت راوړ چې ټولې ځانګړنې یې په سیستم کې درج شوي دي. هغه وویل: «زه چې د ایران خوا ته راغلم، په سرحد کې له کومې ستوونزې سره مخ نه شوم، خو که اروپایي هيوادونو ته سفر کوم، ممکن له ستوونزو سره مخ شم.»

غوښتونکي وایي چې د پاسپورتونو وېش د طالبانو کارکوونکو، ناروغانو او کمیشنکارانو له پاره بند نه دی او یوازې نور غوښتونکي اجازه نه لري چې د پاسپورت ریاست ته داخل شي.

په کابل کې یوې مېرمنې دویچه ویله ته وویل، له پنځو میاشتو هڅو او د یوې واسطې او د پیسو په ورکولو توانېدلي چې بایومتریک شوی پاسپورټ ترلاسه کړي.

دغه مېرمن وایي چې د پاسپورت په ریاست کې دننه یې »واسطه« پیدا کړه، تر څو د هغې کار مخته یوسي، خو کله چې د پیسو وخت راورسېد، ورته وویل شول چې د پاسپورتونو وېش بند دی.

د کابل يو شمير اوسيدونکي وايي کميشن کاران ورته د ډېرو پېسو په بدل کې د بايوميترک پرته پاسپورته برابرويانځور: Jorge Silva/Reuters

هغه ادعا کوي چې بانک ته يې د پسو د تحويلۍ له پاره دوه سوه ډالره رشوت ورکړ او بالاخره وتوانېده چې له پنځو میاشتو ځنډ وروسته په درېیو ورځو کې پاسپورټ ترلاسه کړي.

د کابل اوسیدونکي وایي، هره ورځ لسګونه کسان د اسنادو او دوسیې سره د پاسپورت ریاست مخې ته په قطار کې ولاړ وي او غواړي چې پاسپورت ترلاسه کړي.

د پاسپورت ریاست ویاند نورالله پتمن د دویچه ویله په پخلاینې خپرونه کې وويل چې د ناروغانو، محصلینو او سوداګرو له پاره د یوه ځانګړي پروسیجر له لارې د پاسپورتونو وېش روان دی.

د افغانستان پاسپورت د نړۍ تر ټولو بې اعتباره پاسپورت وبلل شو

پتمن و نه ويل چې کله به بیا د پاسپورتونو وېشل پیل شي. هغه د دوشنبې په ورځ دویچه ویله ته وویل: «کوښښونه دوام لري چې تخنیکي ستوونزې هوارې شي او ژر د پاسپورتونو وېش شروع کړي.»

خو ډېر خلک بيا وايي چي ستونزه تخنيکي نه ده. داسې انځور موجود دی چې طالبانو د سیاسي لاملونو له امله د پاسپورتونو وېش بند کړی دی.

تر اوسه زرګونه کسانو له لویدیځو هيوادونو څخه د منلو وعدې ترلاسه کړي او د دغو هيوادونو د تخلیې په ليست کې شامل شوې دي، خو د پاسپورتونو ترلاسه کولو ته په انتظار دي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب