1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

پنجاب کې د شکرې ناروغان په درملو څنګه ړانده شول؟

۱۴۰۲ مهر ۲, یکشنبه

د پاکستان په پنجاب آيالت کې شکمنو تقلبي دارو درملو د شکرې ناروغان ړانده کړي دي. د پنجاب د روغتيا وزير جاويد اکرم وايي دغه درمل په سترګو کې پيچکاري کېدل.

Palistan I Diabetes
انځور: PPI/ZUMAPRESS.com/picture alliance

دپاکستان د پنجاب آيالت د روغتيا وزير جاويد اکرم د آلمان خبري آژانس ته ويلي چې چې ۱۳ تنه د سترګو د دارو درملو تر استعمال وروسته ړانده شوي دي. دا چې دغه حالت دايمي دی که بېرته ښه کيږي، لا د هغه په خبره معلوم نه دی.

د جيو نيوز چېنل په حواله دغه پېچکاري په خصوصي کلينيکونو کې لږ تر لږه ۴۰ ناروغانو ته شوې ده. ځينې دغه ناروغان داسې عمليات شوي دي چې د سترګو ليد يې بېرته ترلاسه کړی دی. چارواکو د اکرم په خبره پلټنې پيل کړې دي او د يادو دارو درملو پلور يې منع کړی دی.

په پاکستان کې تقلبي او ناپاک دارو درمل چې په غيرقانوني لابراتوارونو کې جوړيږي، ډېر عام دي چې په تېره غريب او بې وزله خلک يې استعمالوي. په ۲۰۱۲م کال کې يوه تقلبي دوا د ۱۲۰ تنو د زړه ناروغانو د مړينې سبب ګرځېدلې وه.


 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب