1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دفتر پر رئیس چاودنه شوې

۱۳۹۹ بهمن ۱۳, دوشنبه

د کابل پولیس وايي چې د سولې په چارو کې د وزیر د دفتر پر رئیس د ماین چاودنه شوې ده. د رپوټونو په حواله، په دې چاودنه کې هغه سطحي ټپي شوی.

Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Omar Sobhani/REUTERS

نن د دوشنبې ورځې په سهار، په پلازمینه کابل کې د سولې چارو د وزیر د دفتر پر رئیس د ماین چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې هغه سطحي ټپي شوی دی.

د کابل پوليس وايې چې دغه چاودنه د کابل په لسمه ناحيه کې د شهيد په څلور لارې کې رامنځ ته شوې ده. امنتي سرچينې هم تاییدوي چې چاودنه د دولت وزیر د دفتر پر رئیس خشنود نبې زاده شوې ده.

دغه چاودنه په داسی وخت کې رامنځ ته شوې، چې نبې زاده، دوه ماشومان او موټروان يې په موټر کې وو. په دغه پيښه کې د دولت وزير د دفتر ریس سطحی ټپي شوې دی او ماشومانو ته يې زيان نه دې رسیدلې.

که څه هم د کابل پوليس وايې چې په دغه چاودنه کي چاته زيان نه دی اوښتې، خو په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو انځورونه کې د پیښې په سیمه کې د موټر په خوا او شا کې وينې ښکاري. تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.