مذاکراتي ټیمونه: اصلي بحثونه د شنبې په ورځ پیليږي
۱۳۹۹ دی ۱۸, پنجشنبهله کابل څخه د رويترز خبري آژانس په حواله، په قطر کې د افغان سولې دوهم دور مذاکرات په داسې يو وخت کې پيليږي چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو دوهم پړاو ته چې روانه مياشت دی، چمتووالی نیسي. امریکا له افغانستانه خپلې قواوې له طالبانو سره د شوي تړون له مخې چې د تیرکال په فبرورۍ کې لاسلیک شو، وباسي.
د دغه تړون له مخې، امريکا متحده ایالات او د هغوی پوځي متحدان به د افغانستان ۱۹ کلنې جګړې ته د پاي ټکۍ کيښودلو په موخه، خپل ځواکونه له دغه هیواده وباسي. طالبانو هم په دې برخه کې امنیتي ضمانت کړی او هغه دا چې د افغانستان خاوره به تروریستي اهدافو له پاره نه کارول کيږي.
د افغانستان د حکومت او طالبانو مذاکراتي ټيمونو د تیر کال په دسمبر مياشت کې په دوحه کې مخامخ خبرې پيل کړې. د دغو مذاکراتو دوهم پړاو تر درې اوونۍ وقفې وروسته تيره ورځ له سره پیل شو. تمه ده چې دواړه خواوې به دا ځل د واک د ويش او په افغانستان کې د اوربند د تامين پر موضوع بحثونه وکړي.
د طالبانو ویاند محمد نعيم په ټويټر کې ليکي دي: «د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو نن ماښام د يوې مقدماتي غونډې څخه پیل شو.» نعیم زیاته کړې چې دواړي خواوي سلا شوي چې اصلي بحثونه به د شنبې په ورځ پيليږي.
د افغان حکومت مذاکره کوونکي ټيم هم پر ټويټر دې ته ورته خبر خپور کړی دی.
د بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو له پيلیدو څخه، د امریکا متحده ایالاتو او ناټو سازمان په ګډون نړیوال هرکلی شوی دی.
آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.