امریکا، اوکراین ته د پولند د الوتکو د ورکولو وړاندیز رد کړ
۱۴۰۰ اسفند ۱۸, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنتاگون، د اوکراين هغه وړانديز د «نه منلو وړ» بللی دی چي وايي د دوی [پولند] جنګي الوتکي دي د امريکا له خوا اوکراين ته ورکړل سي.
د پنتاگون ویاند جان کیربي ویلي دي چي دغه اقدام له »سختو لوژیستیکي چلنجونو «سره مخامخ کیږي او علاوه پردې د جیوپولیتیکي ابعادو په پام کي نیولو سره د هغه په اړه «جدي تردیدونه» موجود دي.
مخکي له دې د امریکا متحده ایالاتو د خارجه وزارت لوړپوړي دیپلوماټ، د پولند دغه اقدام«ناڅاپي» بللی وو. د هغه په خبره په دې اړه مخکي کومه موافقه نه ده سوې.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیري، انالینا بیربوک په دې اړه خپل کلک تردید ښکاره کړی. د زرغون گوند دغي سیاستوالي له «بیلډ ټی وي» سره په یوې مرکه کي ویلي دي چي لومړی باید ډاډ ترلاسه سي چي د اوکراین جگړه د ناټو قلمرو ته نه پراخیږي.
هغې زیاته کړې ده چي حتی د وسلو د لیږلو په هکله لا داسي کوم حرکت رامنځته نه سي چي د دې ښکارندويي وکړي چي گواکي موږ په جگړه کي برخه اخلو. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مخکی له دې لوېدیځ ته له دا ډول یوه حرکت څخه خبرداری ورکړی وو.
وارسا د بلینکن مفکورې ته اشاره کوي
پولنډ د سې شنبې په ماښام د آلمان په رام شټاین کي د امریکا متحده ایالاتو هوايي اډې ته، د پخواني شوروي اتحاد جوړ، میگ ۲۹ ډوله جنگي الوتکو د انتقال له پاره تیاری وښود.
د وارسا په خبره امریکا متحده ایالات کولای سي دغه جنگي الوتکي د روسيې پوځي واحدونو پر وړاندي جگړه کي د اوکراین په اختیار کي ورکړل سي. د پولند خارجه وزارت ویلي دي چي دغه پریکړه، اوکراین ته د جنگي الوتکو د ورکولو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د خارجه وزیر انتوني بلینکن تر څرگندولو وروسته سوې ده.
په وارسا کي حکومت په عین وخت کي د دې تمه لري چي د امریکا متحده ایالات دي د دې کار په بدل کي پولنډ ته »په هم هغه قابلیت سره مستعملي الوتکي« په اختیار کي ورکړي.
بلینکن د یکشنبې په ورځ په ملداویا کي وویل چي متحده ایالات د هغو الوتکو موضوع څېړي چي پولند یې کولای سي د اوکراین په اختیار کي ورکړي. بلینکن زیاته کړې چي واشنگټن په عین حال کي دا سنجوي چي، که د دغو الوتکو د ورکولو په اړه پریکړه وکړي، نو بیا به دغه تشه څنگه بیرته ډکه کړي.
د پولنډ لومړي وزیر، ماتیئوش موراویسکی ټینگار وکړ چي اوکراین ته د یرغلیزو وسلو د هر ډول ورکولو په اړه پریکړه باید د ناټو د غړو هیوادونو په مطلق اکثریت سره وسي. موراویسکي په واضح ډول وویل چي موږ نه غواړو په یوازي سر گام پورته کړو، هغه زیاته کړه چي پولڼد [د ناټو غړی] په اوکراین کي دجگړې برخه نه ده.
«تدریجي مرگ»
اوکراین د جگړې له پیل راهیسي له لوېدیځو هیوادنو څخه غوښتي دي چي د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندي مبارزه کي، جنگي الوتکي په اختیار کي ورکړي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي لوېدیځي نړۍ ته د خپلو غوښتنو په ترڅ کي وویل: «که حداقل الوتکي زموږ په اختیار کي نه راکوی تر څو وکولای سو له ځانه دفاع وکړو، بیا نو غواړی چي موږ په تدریجي مرگ سره له منځه یووړل سو.»
د اوکراین پوځي پیلوټانو یوازي د میگ ۲۹ او «سوخوی ۲۷» په نامه جنگي الوتکو په اړه چي د پخواني شوروي اتحاد له خوا جوړي سوي، زده کړي ترلاسه کړي دي. د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انستیتوت په خبره، پر پولنډ سربیره د اروپايي اتحادیې دوه نور غړي، سلواکیا او بلغاریا هم میگ ۲۹ ډوله جنگي الوتکي لري.
GP/NZ/DW.Online