1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سپتمبر۱۱ د بریدونو طراح د سزا پرحکم توافق سره هوکړه وکړه»

۱۴۰۳ مرداد ۱۱, پنجشنبه

پنتاگون ویلي چي د سپتمبرد ۱۱می د بریدونو طراح خالد شیخ محمد، د سزا پرحکم باندي له توافق سره هوکړه کړې ده. خو تر اوسه یې د شیخ محمد او د هغه د دوو ملگرو له محاکمې مخکي، د هوکړي د دقیقو شرایطو په هکله معلومات نه دي ورکړي.

د خالد شيخ محمد د ۲۰۰۳ کال انځور
خالد شيخ محمد د سپتمبر د بريدونو له طراحانو څخه بلل کيږيانځور: AP

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي د رپوټ له مخي، دغه درې نارینه د هغې محاکمې پر ځای چي امکان لري د اعدام له سزا سره مخامخ سي، په خپل جرم اعتراف کړی او په ابدي حبس محکوم کیږي.

تیرکال څارنوالانو د یوه لیک په ترڅ کي دغه ډول وړاندیز څرگند کړی وو. خو دا کار د هغو قربانیانو د کورنیو ترمنځ چي ځیني یې بیا هم د سختو سزاوو غوښتونکي دي، خلا رامنځته کړې ده. اوسنیو هوکړو په هغو دوسیو کي چي له ډیره وخته موجودي دي، خوځښت رامنځته کړی دی.

دغه درې نارینه په کیوبا کي دامریکا متحده ایالاتو  په "گوانتانامو" زندان کي ساتل کیږي. هغوی په ترهگرۍ او د سپتمبر د ۱۱می په بریدونو کي د څه ناڅه ۳۰۰۰ کسانو په وژلو تورن دي.

ډېر حقوقي بحثونه پر دې متمرکز ول چي آیا د دغو درو نارینه وو په هکله حکمونه به د متحده ایالاتو د "سی آی ای" سازمان تر شکنجې وروسته عادلانه وي او که نه. د هوکړو له مخي کیدای سي دغه حساسه موضوع بل ډول سي.

خالد شیخ محمد، د ۲۰۰۳م کال په مارچ میاشت کي په پاکستان کي ونیول سو. هغه درې کاله د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي اطلاعاتو سازمان «سي آی آې» په پټو زندانونو کي وو او وروسته په ۲۰۰۶م کال کي گوانتانامو ته انتقال سو. د هغه د خپلو څرگندونو له مخي، نوموړي د سپتمبر د ۱۱ بریدونه، له پيل تر آخره پوري طراحي کړي دي.

محمد، همدارنگه ویلي دي چي په ۲۰۰۲م کال کي یې د امریکايي خبریال دانیل پرل سر، په اصطلاح په خپل «ښی مبارک لاس » پرې کړی دی. په جنوبي آسیا کي د وال ستریت ژورنال د دفتر رئیس، ۳۸ کلن پرل د ۲۰۰۲م کال په اوایلو کي د اسلامي افراطیانو په هکله د تحقیق پر مهال په پاکستان کي وتښتول سو او وروسته په وحشیانه ډول ووژل سو. 

ویل کیږي چي بن عطش، دوو هغو پیلوټانو ته چي د سپتمبر د ۱۱ الوتکي یې تښتولي وې، زده کړي ورکړي وې.

آیا افغانستان د ترهګرو ډلو له پاره په خوندي ځای بدل شوی؟

32:15

This browser does not support the video element.

په ۲۰۰۱م کال يې پر پاکستان باندي د امریکا متحده ایالاتو تر برید وروسته، نوموړی افغانستان  ته وتښتید او په ۲۰۰۳م کال کي هلته ونیول سو. هغه وروسته د سي آی آې په پټو زندانونو کي ساتل کېدی.

مصطفی احمد الحوساوي، بیا د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو د مالي ملاتړ په سازمان ورکولو تورن دی. هغه د ۲۰۰۳م کال په مارچ میاشت کي په پاکستان کي ونیول سو او په ۲۰۰۶م کال کي گوانتانامو  ته تر انتقال مخکي، هغه هم په پټو زندانونو کی ساتل سوی دی.

دالقاعده افراطي شبکې اسلامپالو، په هغو بریدونو کي چي د څلورو تښتول سوو الوتکو په مرسته په نیویارک، واشنگټن او پنسلوانیا ایالت کي یې وکړل، څه ناڅه ۳۰۰۰ انسانان ووژل.

د سپتمبر د یوولسمي بریدونو، متحده ایالاتو ته ټکان ورکړ او دغه نړیوال قدرت یې د «ترهگرۍ پر وړاندي جگړې» ته داخل کړ چي څو لسیزه یې دوام وکړ.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل