د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کیربي د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۷ نېټه) ویلي وو چې د واشنگټن حکومت انديښنه لري، داسې نه چې لا زیات اسناد خپاره شي.
د آسانج ملاتړي غواړي چې امريکا ته يې د سپارل کېدو مخه ونيسي
د نیویارک ټایمز په وینا په دغو اسنادو کې د نورو ترڅنگ د روان کال په پسرلي کې د روسیې پر وړاندې د اوکراین له نظامي حملې څخه د متحده ایالاتو او ناټو د ملاتړ د طرحې په هکله معلومات شامل دي.
زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:
د پنټاگون ویاند کریس میگر ویلي دي چې دا کار کیدای شي د «ناسمو اطلاعاتو د خپرېدو» سبب شي. هغه زياته کړېده:«د دې ستونزې د رامنځته کیدو او ابعادو په هکله یي زمونږ څیړنې دوام لري.» نوموړي زیاته کړې ده چې دا مسئله هم باید و ارزول شي چې دا ډول اطلاعات «څنگه او کومو کسانو ته ویشل کیږي.» مگر د خپرو شوو اسنادو د ریښتینولې په هکله يې څه ونه ویل.
مخکې تر دې د امریکا متحده ایالاتو محرم استاد یو د بل پسې په ټولنیزو شبکو تویتر، تلگرام، دیسکور او څو نورو شبکو کې خپاره شول. د نیویارک ټایمز په وینا دغه اسناد د روسیې د پلوي کانالونو له طریقه خپاره شوي دي.
ورځپاڼې یادونه کړې ده چې په دغو اسنادو کې د نورو ترڅنگ اوکراین ته د وسلو د استولو په اړه جزویات، د پوځي قطعاتو د قدرت او توان او نور ډیر حساس اطلاعات شامل دي. سربیره پر دې یو د دغو اسنادو گواکې په خلاصه ډول د اوکراین د دولسو جنگي بریگاډونو د روزنې طرحه رانغاړي.
د اوکراین د امنیت او دفاع شورا مشر الکسي دانیلوف، د المان «ای ار ډی» راډیو- تلویزوني شبکې سره په مرکه کې دا خبره رد کړې ده چې گواکې اوکراین د خپل پوځي طرحې د محرمو اسنادو افشا کیدو له کبله خپلې پوځي طرحې تغیر کړي دي. نوموړي ویلي دي چې د متقابلو بریدونو له پاره پریکړې په وروستیو شیبو کې نیول کیږي. دانیلوف زیاته کړې ده: «دا تصور چې مونږ یوازې یو انتخاب لرو له واقعیت څخه لیري خبره ده. حتی دری انتخابه هم کم دي».
د پټو معلوماتو د ښکاره کولو سلسله کومه نوې خبره نه ده
د امریکا د استخباراتو له خوا د انټرنټي څار د پروګرام په هکله رسنیو ته د معلوماتو ورکوونکي ایدوارد سنودن اوس په یو ستونزمن حالت کې قرار لري، البته هغه د پټو معلوماتو ښکاره کوونکي لومړنې دولتي کارکوونکی نه دی. انځور: Reuters ایدوارد سنودن، اتل یا غدار د ډیر شمیر خلکو په نظر سنودن یو اتل دی، خو د امریکا له نظره هغه یو خاین دی، ځکه چې هغه د هیواد د استخباراتي اداري د انټرنټې څار د پټو پروګرامونو په هکله رسنیو ته معلومات ورکړي دي. امریکا د سنودن پر خلاف د قانوني مراحلو د بشپړولو په موخه په دې هڅه کې ده چې نوموړی بیرته امریکا ته ور وبولي.
انځور: Getty Images بریډلي میننګ ، د امریکا د خجالت سبب امریکايي پوځې ایدوارد بریډلي د ۲۰۱۰ کال په می میاشت کې ونیول شو. هغه په دې تورن وو چې د پټو معلوماتو افشا کوونکي ویب پاڼې وکېلیکس ته يي پټ اسناد او ویډیوګانې ورکړي دي. د ویکېلیکس په انترنت پاڼه کې د دغو اسنادو د خپرویدو له امله امریکا په نړیواله کچه ډیر کم راغلی وو.
انځور: picture-alliance/dpa د پټو معلوماتو د بربنډولو د لړۍ پيلوونکی په ۱۹۷۴ م کال کې دF.B.I ) ( فدرالي پولیسو د ادارې مرستیال مارک فیلیټ په میاشتو میاشتو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دوو خبریالانو ته دا معلومات ورکول چې د هغه وخت ولسمشر رچرد نکسن د خپلي انتخاباتي مبارزي پرمهال په څه ډول د اپوزیسیون جاسوسي کوي. ولسمشر نکسن له همدې امله استفاء ورکولو ته اړشو او مارک فیلټ ۳۳ کاله ګمنام پاته شو.
انځور: AP د واټرګیټ په نامه د رسوايي په هکله معلومات د واټر ګیټ په نامه د امریکايي تاریخ د یوې لویې رسوايي په بربنډولو کې د واشنګټن پوست ورځپاڼي د دوو ژورناليستانو بوب وډورډز او کارل بیرنستاین، نومونه اخستل کیږي. خو دغو دواړو خبریالانو ته د معلوماتو رسولو ترشا هم د مارک فليت لاس وو. هغه په ۲۰۰۸کال کې مړ شو.
انځور: AP په روسیه کې د پټو معلوماتو د بربنډونکي انجام د ۲۰۱۳ کال د مارچ په میاشت کې په دې اخیستل شوې انځور کې د روسيي د پټو معلوماتو د ښکاره کوونکو سیرګﺉ لیونیډووچ ماګنټزکې، وکیلان د محکمې د تشو پنجرو تر څنګ ناست ښکاري. مجرم تن په ۲۰۰۹ کال کې د مسکو په زندان کې په ډیر بدحالت کې مړ شوی وو. دغه کس په دولتي ادارو کې د فساد په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي وو. پر نوموړي د ماليي نه ورکول تور لګول شوی وو.
انځور: Reuters د مالیه نه ورکونکو په هکله معلومات په سویس کې د یوه بانک پخواني منیجر رډولف ایلمر په ۲۰۱۱ کال کې داسی ۲۰۰۰ بانکي حسابونو يا کمپیوټري ارقامو معلومات د ویکيلیکس انټرنټ پاڼې بنسټ ایښودونکي جولیان اسانج ته ورکړي ول، چي ویل کیده د ماليي ورکولو څخه يي ډډه کړې ده. د سویس د چارواکو له خوا ایلمر د پټو بانکي حسابونو او معلوماتو د ښکاره کولو په تور محاکمه شو.
انځور: AFP/Getty Images د اروپايي ټولني یو تن کارکوونکي پال فان بوييټینن په ۱۹۹۶کال کی د دغې ټولني د لوړپوړو چارواکو له خوا په منظمه توګه د ماليې نه ورکولو معلومات په ډاګه کړل، چې وروسته بيا د دغي اتحاديي ټول ۱۷ تنه کمشنران د خپلو دندو څخه استفا کولو ته اړ شول. نوموړي هم د دغې اتحاديي له خوا تر فشار لاندي ونیول شو، چې وروسته له ۲۰۰۰ کال څخه اروپايي ټولني د دا ډول افشا کوونکو کسانو د ساتني له پاره یو قانون تصویب کړ.
انځور: Getty Images کیرن سلک ووډ، د اوکلاهوما پلوتونیم ری د پروسس په یونټ کې کار کاوه، نوموړي په دغه ځای کې د امنیتي مسایلو د نیمګړتیا په هکله یو راپور جوړ کړ. هغه د رسنیو پر وړاندي د دې رپوټ د وړاندې کولو په موخه روان وو چې موټر يي ټکر وکړ او دی پکښي مړ شو، د دغي پيښي دليل سخته ستړتیا ښودل شوی وو.
انځور: picture-alliance/UPI د اسراییلو د اټومي پروګرام افشا کوونکی په ۱۹۸۶ کال کی د مورډیخايي وانونو په نامه یو تن اسرائیلي د لندن په سنډی ټایمز ورځپاڼه کې په خپل مضمون کې د اسرائیلو له اټومي پروګرام څخه پرده پورته کړه، مضمون لا خپور شوی نه وو چې د اسرائیلو استخباراتي ادارې هغه وتښتاوه. وانونو ۱۸ کاله د زندان د پنجیرو تر شا تیر کړل. هغه په ۲۰۰۴ کال کې تر خپل خلاصون وروسته هغه ویلي ول چې نوموړی به د امنیت د ټینګښت او اټومي پروګرام پر خلاف خپله مبارزه جاري ساتي.
انځور: AFP/Getty Images د مسکو هوايي ډګر د ترانزیټ برخه له هانګ کانګ څخه مسکو ته تر رسیدو وروسته سنودن د دغه هیواد د هوايي ډګر په ترانزیت برخه کي ساتل کيږي. امریکايي حکومت د امکان تر حده کوښښ کوې چې سنودن ته کوم بل هیواد سیاسي پناه ورنه کړي. امريکا اکوادور ته ګواښ کړی دی چې که چیري سنودن ته سیاسي پناه ورکړي نو له دغه هیواد سره به د آزاد تجارت پر سر رواني خبری اتري وځنډوي.
انځور: Reuters
کیربي ویلي دي چې بهر ته د محرمو اسنادو د افشا کېدلو په هکله تیره اونۍ ولسمشر جو بایډن ته اطلاع ورکړل شوې ده: «مونږ نه پوهیږو چې کوم کس یا کسان مسئول دي او مونږ نه پوهیږو چې هغوی نور اسناد هم په اختیار کې لري چې وغواړي خپاره یې کړي او که نه؟» نوموړي زیاته کړه «آیا دا کیدای شي زمونږ د اندېښنې کولو له پاره یو دلیل واوسي؟ بلې هو کیدای شي».
امریکایي رسنۍ اټکل کوي چې دغه اسناد به د مسکو له پاره ډیر زیات ارزښت ولري، ځکه دا ښيې چې د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي ادارې تر کوم حده د روسیې د نظامي دستگاه په څانگو کې نفوذ لري.
زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:
د محرمو اسنادو خپریدل په افغانستان او عراق کې د امریکا متحده ایالاتو د نظامي فعالیتونو په اړه د هغو ۷۰۰ زره محرمو اسنادو یاد تازه کوي چې د ویکیلکس افشاگرې انټرنټي شبکې له طریقه په ۲۰۱۰م کال کې خپاره شوي ول. په هغو اسنادو کې د امریکایي ځواکونو له خوا د ملکي خلکو د وژلو او له بندیانو سره د ناوړه چلند په هکله معلومات ذکر شوي وو.
«آلماني اجنټ روسيې ته د اوکراين رازونه افشا کړي»
امریکا متحده ایالات دغه هیواد ته د ویکي لیکس انټرنټ پاڼې د ۵۱ کلن بنسټ ایښودونکي جولیان آسانژ د سپارل کیدو غوښتنه کوي چې اوسمهال په لندن کې د شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې یوه زندان کې ژوند تیروي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا