ويل شوي چې دغه سړی په پېښور ښار کې د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په ۹مه) په داسې حال کې چې سروس موټر ته یې انتظار ايسته، د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د پوليسو يوه سيمه ایز افسر محمد عمر خان د آلمان خبري آژانس ته ويلي: «پوليسو په پلټنو لاس پوری کړی دی او په قاتلينو پسې یې لټه پېل کړې ده.»
د احمديه اقليت يوه وياند سليم الدين په دې اړه وويل: «حکومت د احمديه فرقې د غړيو پر کړاونو سترگې پټې کړي دي او د هغو پر وړاندې د گامونو په پورته کولو کې پاتې راغلي چې دا د نفرت کمپاين پر مخ وړي.»
د نوموړي په حواله دا په روانه مياشت کې د دې عقېدې د پیرويانو د وژل کيدو څلورمه پېښه ده.
د وژل شوي کس ورور مير احمد، د آلمان غږ خبري آژانس ته وويل: «موږ نه پوهيږو چې د دې وژنو ترشا د چا لاس دی ځکه موږ ته هیڅکله کوم اخطار نه دی راکړل شوی.»
تیره مياشت همدا په پېښور کې یوه استاد خپل همکار چې د احمديه فرقې غړی وو، د مذهب په اړه تر يوه بحث وروسته وواژه.
په جولای مياشت کې هم يو پاکستاني الاصله امريکایی چې د احمديه فرقې غړی وو، په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي د قانون په چوکات کې د محاکمې په جريان کې ووژل شو.
احمديه مذهبي لږکۍ چې په پاکستان کې یې شمیر کابو ۴ ميلیون کسانو ته رسېږي، له لسیزو راهيسې د وژل کيدو، ځورونې او د کرکې او نفرت د يوه دوامداره کمپاين سره مخ ده. د دې مذهبې فرقې غړي ټینگار کوي چې هغوی د اسلام پيرويان دي خو د پاکستان حکومت دغه ډله په ۱۹۷۴م کال کې د غیر مسلمانانو په توگه درجه بندي کړې او هغوی مسلمان نه گڼل کيږي.
زموږ له آرشیف څخه:
د شيعه او سني مسلمانانو په شمول د پاکستان د تقريباً ۱۹۰ ميليونو انسانانو ۹۵ سلنه اوسېدونکي مسلمانان دي. په دغه انځوريز البوم کي په پاکستان کي د مذهبي اقليتونو راپور کتلای سئ.
انځور: DW/U. Fatimaشيعه ګان په پاکستان کې د لږکيو ډلو تر ټولو لويه ډله ده. د اټکل له مخي شيعه مذهبه د پاکستان د ټول نفوس له ۱۰ تر ۱۵ سلنه برخه ده. په تيرو کلونو کي پر دغه لږکي زيات ترهګري بريدونه سوي دي.
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.comد احمديه مذهب يا دين پېرويان د پاکستان د نفوس ۲،۲ سلنه برخه ده. د پاکستان د۱۹۷۰م کال د قانون له مخي دغه ډله غېر مسلمانه بلل کيږي. په پاکستان کي د دغي ډلي پيرويان له بريدونو او تبعيض څخه سر ټکوي.
انځور: Arif Ali/AFP/Getty Imagesهندوان د پاکستان د نفوس تقريبا ۲ سلنه برخه جوړوي. د دوی اکثريت د پاکستان په سندهـ ايالت کي ژوند کوي. د دغې ډلې په هکله ويل کيږي چي د خپلو بنسټيزو حقونو څخه لا نه دي برخمن او ډېر شاته پاته دي.
انځور: DW/U. Fatimaد پاکستان تقريبا ۱،۶سلنه وګړي عيسويان دي. په تيرو وختونو کي د عيسويانو ځيني عبادت ځايونه د خونړيو ترهګرو بريدونو هدفونه ول.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Akberپه پاکستان کي د بهائي دين سره د تړاو درلودونکو شمېر د ۴۰ او ۸۰ زرو انسانانو تر منځ اټکل کيږي.
د سِکهانو د دين رامنځ ته کوونکی بابا نانک، د نني پاکستان په نانکانا صاحب کي پيدا سوی وو. نوموړې سيمه د سِکهانو تر ټولو مقدسه سيمه ده. په پاکستان کي تقريبا ۲۰ زره سِکهان ژوند کوي. خو له هند څخه هم زيات سِکهان د خپلو ديني مراسمو د ادا کولو له پاره پاکستان ته ځي او راځي.
انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Imagesد پاکستان د مشهور مشر محمد علي جناح، يوه ښځه زردښتۍ وه. خو د نوري نړۍ ترڅنګ په پاکستان کي هم د زردښتيانو شمېر مخ پر کمېدو دی. ويل کيږي چي په پاکستان کي يوازي يو څو زره فارسيان يا زردښتيان پاته دي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Solankiد پاکستان د چترال سيمه چي د افغانستان د نورستان سيمي ته څېرمه په خيبر پښتونخوا ايالت کي پرته ده، پکښي د کېلاش په نوم قبايل آباد دي. هغوی بېل دين او بېله ژبه لري او شمېر يې يوازي ۳۰۰۰ کسان اټکل کيږي. په دې توګه د پاکستان تر ټولو کوچنی اقليت هم دغه کېلاشيان بلل کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa/O. Matthys