1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې پر خیمو د عملياتو غندنه

۱۴۰۳ مهر ۱۳, جمعه

په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اکتوبر د ۱۱مې له پاره د پلان شوې «پښتنو قومي جرګې» په ځای کې د لګول شوي کمپ پر وړاندې د قانوني پلي کوونکو ادارو له لوري ترسره شوي عمليات غندل شوي دي.

آرشيف: په کويټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه غونډه
په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان ادعا کوي چې دوی سوله ایز ول او د کمپ يا خیمو د لېرې کولو کومه لارښوونه هم ورته نه وه شوې انځور: Banaras Khan/AFP

د «پښتون ژغورنې غورځنګ» يا پي ټي ام د خيبر پښتونخوا د پېښور او خیبر سيمې پر کرښه د اکتوبر پر ۱۱مه نيټه د «پښتنو د يوې قومي جرګې» د جوړولو پلان لري او په دې موخه یې د خيبر په سيمه کې جرګې ته د چمتووالي نيولو له پاره خيمې درولي دي چې دغه خيمې د سې شنبې د شپې د قانون پلي کوونکو ادارو له لوري لېرې کړل شوي دي.

د دې په اصطلاح عملياتو په ترڅ کې هوايي ډزې هم شوي او اوښکې بهوونکی ګاز کارول شوی دی چې احتمالاً یې د پي ټي ام يو شمير غړي اغیزمن کړي دي.

په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان ادعا کوي چې دوی سوله ایز ول او د کمپ يا خیمو د لېرې کولو کومه لارښوونه هم ورته نه وه شوې چې ناڅاپي پوليسو چاپه ووهله او کمپ یې ويجاړ کړ او د خلکو د خپرولو په موخه یې اوښکن ګاز وکاروه او فېرونه یې هم وکړل.

پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې پېښې وروسته خپلې خیمې بیرته نصبې کړي دي خو تر اوسه ورته په رسمي توګه د دې کار اجازه نه ده ورکړل شوې. ايالتي حکومت بيا د پي ټي ام پر کمپ د پولیسو د اوښکې بهوونکي ګاز د پاشلو او فیرونو په تړاو خبرونه رد کړي دي.

د ايالتي حکومت د وياند دريځ

د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت وياند محمد علي سيف، په حواله «د پښتون ژغورنې غورځنګ پر کمپ پوليسو د مرکزي حکومت په لارښوونه عمليات کړي دي او د دې عملياتو له پاره فدرالي حکومت د خیبر پښتونخوا چيف سکرتر یا معتمد اعلی، ته ليک استولي وو.»

د نوموړي په حواله په دې خط کې راغلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د نژادي کرکې خپرولو او رياست ضد داعيه لري او له همدې کبله یې باید پر وړاندې ګامونه پورته شي.

پاکستان: د پښتنو د احتجاجونو ترشا څه دي؟

04:03

This browser does not support the video element.

وياند زياته کړې ده چې دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين، د خيبر پښتونخوا وزير اعلی ته د اکتوبر د ۱۱مې نیټې د «پښتنو د قومي عدالت» د پلان په اړه معلومات ورکړي ول: «د پي ټي ام مشر منظور احمد پښتين، په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له وزیر اعلی امين ګنډا پور، سره ليدلي ول.  ګنډا پور نوموړي ته په خیبر پښتونخوا کې په شاملو شويو سيمو کې د شخړو د حل له پاره د جرګې جوړولو او د سولې له پاره د هلو ځلو په ترڅ کې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړې وو.»

خو د خيبر د سيمې يوه اوسېدونکي خاطرالله، د پېښور په لوړه محکمه کې يو شکايت ثبت کړی او دا دريځ پکې غوره شوی چې دا قبايلي سيمې اوس په خیبر پښتونخوا کې شاملې شوي دي او په ايالت کې لوړې محکمې فعالې دي، نو د پاکستان د عدالتي نظام په شتون کې د پښتنو د قومي عدالت يا محکمې رامنځته کول غیر قانوني کار دی.

همدا شان ويل شوي دي چې په خیبر، وزیرستان او زرمک کې موجود د پښتنو قومي عدالتونه دې غير قانوني وګرځول شي. 

د قانوني پلي کوونکو ادارو د تشدد په اړه د محکمې پريکړه

د خیبر د سيمې يوه اوسېونکي زاهد الله، هم د پېښور په لوړه محکمه کې يوه عريضه کړې ده چې په هغه کې د پوليسو له لوري د سوله ایزې فضا د ګډوډولو له امله شکايت شوی دی.

د پېښور لوړې محکمې د ايالت چيف يا مشر سکرتر، د پېښور د پوليسو مشر او يو بل لوړپوړی چارواکی نن، جمعه محکمې ته وربللي دي او د فدرالي حکومت څخه یې هم په دې اړه ځواب غوښتی دی.

پر سوله ایزه غونډه فېرونه غندل شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ د اکتوبر پر ۱۱مه نيټه د پېښور د ريګی للمې په پراخه سيمه کې د درې ورځنۍ جرګې اعلان کړی دی. دې غونډې ته د بلوچستان په ګډون د خیبر پښتونخوا له ټولو سيمو څخه سياسي مشران وربلل شوي دي او د خیبر پښتونخوا وزير اعلی ته یې هم د ګډون بلنه ورکړې ده. دا جرګه به درې ورځې دوام ولري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين، په حواله «په اصل کې دا جرګه په سيمه کې د بد امنۍ د مخنيوي په موخه ترسره کیږي. موږ به په هر حال کې جرګه کوو.»

د عوامي نيشنل ګوند په ګډون يو شمير سياسي مشرانو د پی ټي ام پر سوله ایزه غونډه باندې فېرونه او د اوښکن ګاز پاشل غندلي دي. د دغه ګوند مرکزي مشر ايمل ولي خان، وويل: «دا ډول ګامونه ځوانان د تاوتريخوالي لوري ته هڅوي.»

نوموړې زياته کړه: «زرو زياتی د هيڅ ستونزې حل نه دی، بلکې له دې ځوانانو سره په ناسته د هغوی د ستونزو د حل له پاره تګلاره باید جوړه کړل شي.»

زموږ له آرشيف څخه:

منظور پشتین: په افغانستان کې له موږ څخه ملاتړ نه کیږي

18:55

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب