د رويترز خبري آژانس په حواله نن، چهار شنبه سهار د بريتانيا چارواکو ويلي چې د درملو اړونده ادارې د کرونا واکسين ته عاجله اجازه ورکړې ده.
د بريتانيا د روغتیا وزير مات هانکوک وويل: «سر له راتلونکې اوونۍ څخه به په ټوله بريتانیا کې دغه واکسين ترلاسه کیدلای شي. دا ډېر ښه خبرونه دي.»
د سه شنبې په ورځ د بيونتيک او فايزر شرکت د اروپا د درملو ادارې «اي ام اې» ته د کرونا د همدې واکسين د مشروط جواز ترلاسه کولو له پاره غوښتنليک وړاندې کړ.
که چېرې دغه اداره اجازه ورکړي نو دا به د روان ميلادي کال تر پايه پورې په اروپا کې د کرونا واکسيناسيون د پېل زمينه برابره کړي.
۹۵ سلنه اغیزمنتوب
د بيونتيک او فايزر شرکت په حواله دغه واکسين د آزموينو په ځينو پړاونو کي ډېر موثر ثابت شوی دی او د کوويد- ۱۹په مقابل کې يې ۹۵ سلنه اغیزمنتوب ښوولی دی. زياته شوې چې دغه واکسين د هر سن په کسانو کې ښه نتايج ورکړي او عملاً هیڅ جانبي عوارض یې نه دي ښوولي.
د درملو د دغه شرکت په حواله دغه واکسين په هغو کسانو کې چې سن یې له ۶۵ لوړ دی، تر ۹۴ سلنه زيات موثريت لري. دا چې دا واکسين به په پراخه کچه د ويروس په مقابل کې څومره اغیزمن وي او د خپریدو مخه به یې ونيسي او که نه، لا معلومه نه ده.
د اروپا د درملو اداره «اي ام اې» به په روانه مياشت کې د بيونتیک او فايزر شرکت همدې واکسين ته د جواز د ورکړې په اړه سلا مشورې وکړي چې د دې مشورو نتيجه بايد د دسمبر تر ۲۹ نیټې پورې په ډاګه شي.
ب. ص/ ن.ز (ډي پي ای، ای ایف پي، رويترز)
د نړۍ په بيلو هيوادونو کي د کويد ۱۹ ضد واکسين جوړولو هلي ځلي ادامه لري. که څه چي بعضي برياوي ادعا سوي دي، خو د دغو واکسينو د جانبي عوارضو راپورونه هم ورکول کيږي. نور جزئيات په دغه راپور کي لوستلای سئ:
انځور: Allan Carvalho/NurPhoto/picture-allianceله کرونا بحران څخه د راوتلو په ترڅ کي تر ټولو زياتي هيلي د کويد ۱۹ ضد واکسين سره تړلي دي. خو دغه واکسين به کوم جادويي شکل ونه لري، بلکه ښايي د نورو ټولو درملو په شان بعضي جانبي عوارض هم ورسره مل وي. ښايي دا جانبي عوارض د هر کس له پاره ګواښونکي نه وي، خو د يو شمير الرجي يا حساسيت لرونکو له پاره دغه واکسين خطرناکه هم ثابتېدلای سي.
انځور: Karl-Josef Hildenbrand/dpa/picture-allianceد چيني درمل جوړونکي «سينوواک» شرکت له خوا د کوويد ۱۹ ضد د واکسين کارول په برازيل کي په تجربوي توګه پېل سوي دي. خو د نومبر په ۹مه دغه ازموينه ودرول سوه. د برازيل حکومت د دغه واکسين د ازمويښتي استعمال د درولو په استدلال کي وويل چي «د يوې جدي پيښي» د رامنځ ته کېدو له کبله يې دغه کار وکړ، خو نور جزئيات يې ورنه کړل. لانجه د يو کس د مړيني وروسته رامنځ ته سوه.
انځور: Wang Zhao/AFP/Getty Imagesد جونسون اېنډ جونسون شرکت هم مجبور سو چي د اکتوبر په ۱۱مه نېټه خپلې ازموينې ودروي. دغه پرېکړه د هغه وروسته وسوه کله چي د واکسين ازمويلو له پاره ۶۰ زرو رضاکارانو ځانونه چمتو ښودلي ول، خو د بعضو وضعيت پکښي خراب سو. خو جونسون اېنډ جونسون ويلي چي د ازموينې درول يې هم د پلان او تحقيق برخه ده.
انځور: Cheryl Gerber/Johnson & Johnson/AP/picture-allianceدا هغه شرکت دی چي د ولسمشر دونلد ترمپ د ناروغۍ پر وخت يې ورته درمل ورکول سول. ترمپ هم د دغه درملو ډېره ستاينه کړې وه خو د ازموينو په دويم پړاو کي د دغه درمل جوړولو کارونه ودرول سول. اړونده امريکايي شرکت د پروسې د درولو په استدلال کي «د خونديتوب لاملونه» ياد کړل.
انځور: BioNTech SE 2020, all rights reservedد دغه واکسين سره زياتي هيلي تړلي وې. په هند کي هم پر دغه واکسين څېړني وسوې. د ازمويني پر وخت يو رضاکار د بعضو تقريبي عوارضو څخه شکايت وکړ او له دې کبله دغه پروسه ودرول سوه.
انځور: picture-alliance/Flashpicآلمانی شرکت بيونېک او د هغه امریکايي شريک شرکت فيزر وايي چي د کوويد ۱۹ ضد واکسينو د ازمويلو دريم پړاو يې په بريا پای ته رسولی دی او دا چي دغه واکسين ۹۰ فيصده مؤثره دی. په ټوليزه توګه ۴۳ زره رضاکارانو په دغه ازموينه کي برخه اخيستې وه. له ۲۸ ورځو وروسته د دغه واکسين لګوونکو کسانو څخه ۹۳ فيصده يې له کوويد ۱۹ څخه خوندي وپېژندل سول.
انځور: Jens Krick/Flashpic/picture allianceد روسيې واکسين سپوتنيک له اوله سره شخړيز وو خو کله چي د فيزر شرکت له خوا د بريا خبر ورکول سو، نو ولسمشر ولاديمير پوتين هم وويل چي سپوتنيک ۹۰ فيصده مؤثره دی. هغه وويل چي په روسيه کي جوړ کړل سوی واکسين د اعتبار وړ دی. ياد روسی واکسين په هند کي هم تر ازموينې لاندي دی.
انځور: Rospotrebnadzor /Tass/dpa/picture allianceد کرونا ضد واکسين جوړولو په سيالي کي د نړۍ زيات شمير درمل جوړونکي شرکتونه بوخت دي. په دې ترڅ کي ټول ښکيل شرکتونه غواړي چي برياليتوب په لومړي ځل د دوی په برخه سي. خو د واکسين د مؤثريت او ټولو اړخونو په هکله د پوهېدلو له پاره څو کالونو وخت ته اړتيا وي. د بیونټېک او فيزر له خوا جوړ سوي واکسين په هکله لا هم تر اوسه ټول معلومات نه سته چي کوم جانبي عوارض لرلای سي.
انځور: Zeljko Lukunic/PIXSELL/picture allianceپه اروپايي اتحاديه کي ويل کيږي چي ښايي د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ مياشتي څخه د انسانانو واکسين کول پېل سي. خو دا چي لومړی به دغه واکسين کومو کسانو ته ورکول کيږي په هکله يې د آلمان «اخلاقي کميسون» غونډي لرلې او خپل وړانديزونه يې وړاندي کړل. نور هيوادونه هم د دغې پوښتني له پاره په جواب موندلو بوخت دي.
انځور: Schott