د جاپان شهزادګۍ اياکو به په آينده کي شهزادګۍ او ورسره مل مراعات لرونکې نه وي. دا ځکه چي هغه د کښتۍ جوړونې په سيکتور کي کارګر او په دې توګه د يو غير شاهي او ولسي کس سره واده کول غواړي. د جاپان د قانون له مخي هغه شهزادګياني چي د ولسي کسانو سره واده کوي، د پلاز له مراعاتو څخه خلاصيږي. خو که يو نارينه شهزاده د ولسي مېرمني سره واده وکړي نو مراعات يې له منځه نه ځي.
انځور: picture-alliance/dpa/MAXPPP/Kyodo
د سوېډن د شاهي کورنۍ اولادونه او لمسيان
د سوېډن پاچا کارل ګستاف شپاړسم خپل يو زوی، د هغه مېرمنه او پنځه لمسيان او لمسياني يې له شاهي مراعاتو څخه بهر کړې. د دې معنی دا هم ده چي دغه غړي به نور هغه شاهي مراعات چي د ولسي کسان په پرتله يې د شاهي کورنۍ غړي د بېلګي په توګه د ماليې په ساحه کي لري، نور ونه لري. خو دغه غړي به د دې وروسته هم د شهزاده او شهزادګۍ القاب وساتلای سي.
انځور: imago images/PPE
شهزادګۍ مارتا لوييس د ناروې
د ناروې پاچا هارالد پنځم خپل لور مارتا په ۲۰۰۲ کال له شاهي مراعاتو څخه خارجه کړه. دا د هغه وروسته چي مارتا پرېکړه وکړه چي خپل مسلکي او شخصي ژوند د خپلو شخصي شرايطو پر اساس پر مخ بيول غواړي.
انځور: Getty Images/Gamma-Rapho /BUU/Bassignac
ملکه بېتريکس د هالند
د هالند ملکه بېتريکس په رضا له پلاز څخه لاس پر سره سوه. اصلي وجه يې د عمر زياتوالی ؤ. نوموړې ۳۳ کاله د هالند ملکه وه او په ۲۰۱۳ کال يې پلاز خپل زوی ويليم اليکزاندر ته پرېښود. په بريتانيا کي پاچا يا ملکه د ژوند تر آخره پوري بايد پر پلاز ناست وي خو د نړۍ په نورو شاهي کورنيو کي پاچا يا ملکه له مرګ څخه تر مخه هم خپل پلاز خپل کوم اولاد ته پرېښودلای سي.
انځور: imago images/Hollandse Hoogtex/Monarchy
سلطان محمد پنځم د ملايزيا د کيلانتان سلطان
د کېلانتان سلطان محمد پنځم د روسي ماډلې ريحانا اوکسانا سره د واده له پاره په ۲۰۱۷ کال د خپل پلاز سره مخه ښه وکړه. هغه له دغې مېرمنې څخه يو زوی هم لري. خو د څو مياشتو وروسته هغه بېرته له دغې مېرمني څخه د شريا باهوګنا رسنۍ د راپور له مخي جلا سو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Y. G-Jun
انځورونه1 | 8
په واده کې پر پلار غيرحاضري
میګن له خپل پلار سره د ۲۰۱۸ کال د شاهي واده تر مخه هغه مهال واټن پیدا کړ، کله چې هغه د رسنیو لپاره د صحنه جوړو شويو انځورونو په قضیه کې ښکېل وموندل شو. ښاغلي مارکل په واده کې ګډون ونه کړ او د همدې له امله پاچا د واده په مراسمو کې میګن بدرګه کړه. په دغه مراسمو کې د میګن له کورنۍ یوازې د هغې مور دوریا راګلنډ حضور درلود. میګن د توماس مارکل او دوریا راګلنډ یوازینۍ ګډه لور ده، خو مارکل له خپل لومړي واده څخه دوه نور اولادونه، سامنتا او توماس جونیر، هم لري.
د بريتانيا پاچا چارلز آلمان ته د خپل لومړي رسمي سفر په ترڅ کې د آلمان پارلمان ته وينا وکړه. نوموړي له اوکراين څخه د ملاتړ له کبله د آلمان ستاينه وکړه او د آلمان او انگلستان کلتوري اړيکي یې وستايلې.
انځور: Wolfgang Kumm/dpa/picture alliance
له هامبورګ څخه لیدنه
پاچا چارلس په برانډنبرګ کې د آلمان - برتانوي نظامي واحد څخه هم لیدنه کوي چې د پلونو په انجینرۍ کې تخصص لري. د آلمان له ولسمشر سره به بیا هامبورګ ته هم سفر وکړي. د هامبورګ په بندر کې به پاچا ته چې له لسیزو راهیسې د چاپېریال ساتنې له برخې سره لېوالتیا لري، ځینې سیمه ییزې اقلیم دوسته ټیکنالوژي ور وښودل شي.