1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیلیپین په زرونو افغانانو د لنډمهاله کوربتوب وړاندیز ارزوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۶, جمعه

د فیلیپین د مشرانو جرګې د بهرنیو چارو کمېټه نن جمعه د زرهاوو افغانانو د لنډمهالې هستوګنې پر وړاندیز بحث کوي. دغه افغانان د امریکا متحده ایالاتو د ویزې په تمه دي.

د فیلیپین ملي بیرغ
د فیلیپین ملي بیرغانځور: picture-alliance/imagebroker/P. Koller

په واشنګټن کې د فیلیپین سفیر له «سي این این فیلیپين» سره په مرکه کې ویلي دي چې هېواد یې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د امریکا له خوا په دې اړه وړاندیز ترلاسه کړی دی.

په امریکا کې د فیلیپين سفیر خوسه مانویل روموالدز وايي، چې د دغه وړاندیز پر بنسټ، هغه افغانان چې امریکا ته یې کار کړی دی، فیلیپین ته لېږدول کیږي او د هغوی د نوې هستوګنې بهیر به په فیلیپین کې پرمخ یووړل شي.

روموالدز زیاته کړې: «هغه مالومات چې تراوسه مې ترلاسه کړي دا دي چې شاوخوا ۵۰ زره کسان له خپلو کورنیو سره هغه افغانان دي چې د امریکا متحده ایالاتو له حکومت سره یې کار کړی دی.»

اړوند مطالب:امريکا افغانانو ته د موقتي محافظت اقامه ورکوي

د فلیپین د مشرانو جرګې د جمعې ورځې په یاداښتونو کې راغلي چې د بهرنیو اړیکو کمېټه، په دغه هيواد کې د افغان پناه غوښتونکو «د لنډمهالي هستوګنې پر وړاندیز» بحث کوي.

د فیلیپین د بهرنیو چارو وزارت د فرانسې خبري آژانس ته په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کړې او په دغه هېواد کې يې د امریکا سفیر خبریالانو ته ویلي: «موږ د روانو ډيپلوماټیکو بحثونو په اړه نظر نه ورکوو.»

په فلیپین کې د امریکا سفیر زیاته کړې: «د ولسمشر بایدن اداره له زرهاوو زړورو افغانانو سره خپلې ژمنې ته چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د امریکایانو ترڅنګ کار کړی، ژمن پاتيږي.»

اړوند مطالب:اروپا پارلمان د کابل له ګډوډۍ وروسته د پوځي پانګوني غوښتنه کړې

ډېر هغه کسان چې د امریکايي ادارو له پاره یې له پخواني افغان حکومت سره کار کړی ؤ، د امریکا د کډوالۍ ځانګړو ویزو څخه په ګټه اخېستنه امریکا ته لېږدول شوي دي. خو په زرونو نور بیا د خپلو ویزو د غوښتنلیکونو ارزونې ته په تمه دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب