د امریکا جمهوررئیس بایدن پر خپل نوي مقام د اول وار لپاره د روسیې د جمهوررئیس پوتین سره تلیفوني خبري وکړې او د نورو تر څنګ یې د کريملن د منتقد بندي رهبر نوالني او په افغانستان کي د امریکايي عسکرو موضوع ورسره یاده کړه.
انځور: Alexander Zemlianichenko/AP/dpa/picture alliance
اعلان
د امریکا متحده ایالاتو د حکومت ویاندې، جین پساکي پرون سه شنبه ( د جنورۍ ۲۶ مه) وویل چي دواړو مشرانو د نیو سټار په نامه د اټومي وسلو د محدودیت تړون د تمدیدیدو خبره هم کړې ده. په خبره یې سربیره پردې بایدن د اوکراین د حاکمیت له حق څخه قاطع ملاتړ کوي، کوم چي د دوامداره «روسي تیري» سره مخامخ دی. بایدن همدارنګه د کریملین پر منتقد، الکسي نوالني باندي «د زهري او کیمیاوي حملې» او سوله ایزو مظاهره کونکو په مقابل کي د روسي امنیتي قواوو د چلند څخه هم یادونه وکړه.
انځور: Maxim Shemetov/REUTERS
د دوی ترمنځ د خبرو نور موضوعات په افغانستان کي د امریکايي عسکرو د وژلو پر سر د روسیې له خوا د جایزې ورکولو، تیر ۲۰۲۰ م کال کې په لوړه سطح په امریکا متحده ایالاتو کي د هکري حملې او د همدې کال په نومبر میاشت کي د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي د روسیې د شکمني مداخلې په باب وو.
د کریملین په حواله پوتین بیا په خپل نوبت سره په تلیفوني خبرو کي د «روسیې او امریکا متحده ایالاتو د روابطو د عادي کیدو» غوښتنه وکړه. ځکه دا د دواړو هیوادونو او بین المللي ټولني د علاقه مندۍ مطابقه هم ده.