1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو تر يو لک ډېر لوڅ جعلي عکسونه خپاره شوي

۱۳۹۹ بهمن ۲۳, پنجشنبه

کارپوهانو د داسې يوه سافتوير څرک موندلی چې د ښځو شخصي عکسونه په لوڅو عکسونو بدلوي. تر اوسه لا معلومه نه ده چې د کمپيوټر د دې پروګرام تر شا د چا لاس دی.

3D Illustration | Frauenkopf | Digitales Gittermodell
انځور: Oleksiy Mak/imageBROKER/epd-bild

د آلمان د «شپيګل مجلې» د يوه رپوټ په حواله د معلوماتي تيکنالوژۍ کارپوهانو د ټولنیزو رسنيو په تيليګرام شبکه کې داسې يو پروګرام موندلی دی چې تر يو څو کليکونو وورسته يو عادي عکس په يوه لوڅ عکس بدلوي.

د دې «ډيپ فيک» يا جعلي عکسونو په جوړولو کې له مصنوعي ځېرکتيا کار اخيستل کيږي. د معلوماتي تيکنالوژۍ د ارزونې شرکت «سينسټي» د کارپوهانو د رپوټ په حواله د ۲۰۲۰م کال تر جولای مياشتې پورې پر تيليګرام د بېلا بېلو چينلونو دا ډول تر يو ۱۰۴ زرو زيات جعلي عکسونه خپاره شوي ول.

مجرمين څرنګه پر مخ تللي؟

د يوه لوڅ عکس د جوړولو له پاره مجرم ښايي د اړوندې ښځې عکس د تيليګرام له لارې يوه پروګرام ته ليږدوه او لږ وروسته به تر لاس وهنې وروسته بیرته ليږدول کيده.

د سينسټي د کارپوهانو په حواله هغه پروګرام چې لوڅ عکسونه جوړوي، پکې د «جنريټو ايدورد سرپل نيت ورکس» له خوا جوړه کړل شوې تيکنالوژي کارول شوې ده. دا شبکه د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې شهرت لري.

دا پروګرام څرنګه کار کوي؟

په دې پروګرام کې «نيورل نيټ ورک» يا مصنوعي عصبي شبکه کارول شوې ده. دا شبکه په خودکار ډول زده کړه او کار کوي. دا پروګرام پخپله د يوې ښځې چې کالي يې اغوستي وي، کړه وړه اندازه کوي، بيا د هغې د بدن نقشه جوړوي او اصل ته ورته يو لوڅ بدن تياروي.

دا سافتوير داسې ترتيب کړل شوی دی چې يوازې د ښځو په عکسونو کې تغيرات راوستلی شي. د تخنيکي مجلې «دی ورج» په حواله د ډيپ فيک بربنډو عکسونو کيفيت تل يو ډول نه وي. ډير انځورونه یې داسې وي چې سړی پرې پوهيدلی شي چې جعلي دي خو ځيني نور یې بيا د حيرانتيا تر حده اصل ښکاري.

ډېر عکسونه، کمه بيه

په تيليګرام کې دا پروګرام د «بوټ» له لارې وړاندې کيږي. بوټ هغه اکاونټونه يا حسابونه دي چې د پروګرامونو او روبوټونو له خوا کارول کيږي. د چيت پر وخت يوه کړکۍ پرانيستل کيږي او هلته د کاروونکي د پوښتنو ځوابونه د يوه پروګرام له لارې په اتوماتيک ډول ورکول کيږي.

همدا وجه ده چې تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي چې د دې پروګرام تر شا د چا لاس دی؟ د سينستي د کارپوهانو په حواله دا پروګرام يوازې په انګلسي او روسي ژبو کې شته او د دې تکنالوژۍ په کارولو سره زياتره د هغو هېوادونو د وګړو عکسونه شريک کړل شوي ول چې په پخواني شوروي اتحاد کې شامل ول.

د رپوټ په حواله کوم عکسونه چې په لوڅو عکسونو اړول شوي ول، هغه زياتره یې د خلکو شخصي ول او يا د ټولنیزو رسنيو له حسابونو اخيستل شوي ول. د نورو عادي پروګرامونو په څېر د دې پروګرام يوه وړيا بڼه هم شته، خو د عکسونو کيفيت یې ډېر ښه نه دی.

د تهديدولو خطر

د سينسټي د رپوټ په حواله د هغو عکسونو شمير چې د دې تکنالوژۍ په کارولو سره جوړ شوي دي، ښايي تر دې هم ډېر وي. دا سافتوير په ۲۰۱۷م کال کې پيژندل شوی وو. کارپوهان انديښنه ښيي چې د دې لارې جوړ کړل شوي عکسونه ښايي د ښځو د تهيدلو يا پر هغوی د فشار اچولو له پاره هم کارول کيږي.

دمګړۍ په ټيليګرام کې د دې ډول کانالونو لټون ستونزمن شوی دی. د سينسټي د اټکلونو پر اساس د ټيليګرام چلوونکي په ځانګړي توګه دا ډول کانالونه تړي. په دې اړه يو شمير کارپوهانو له ټيليګرام سره تماس هم نيولی دی، خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ب. ص/ ن. ز (امتياز احمد، ډېر شپیګل، سينسټي رپوټ)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب