1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فعالین: په پاکستان کي د احمدیه فرقې پر ضد تشدد ډېر سوی

۱۳۹۹ آذر ۷, جمعه

د بشري حقوقو فعالین وايي چي په پاکستان کي په ښکاره ډول د احمدیه فرقې پر ضد تشدد مخ پر ډیریدو دی. دوی ویلي دي چي د همدې کال له جولای میاشتي راهيسي د احمدیه فرقې پر ضد حداقل ۵ شکمن هدفمند قتلونه ترسره سوي دي.

Pakistan Ahmadi Moschee
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

دغه خبره د بخښني نړيوال سازمان د جنوبي اسیا څانګي او د بشري حقونو نورو ډیرو سازمانو د پنجشنبې په ورځ(د نوامبر ۲۶مه) کړې ده. د هغوی په خبره یوازي په دوو قضیو کي شکمن قاتلین نیول سوي دي.

دغه سازمانونه وايي چي د پاکستان حکومت باید د دغه اقلیت پر ضد تشدد په عاجل ډول سره د یوه بې طرفه ارګان په واسطه وپلټي. د بخښني نړيوال سازمان او هویمن رایټس واچ پر دې باندي انتقاد کړی دی چي په پخوا وختونو کي د پاکستان امنیتي قواوو د احمدیه پر ضد حملې بې اهمیته گڼلې او حتی هغه یې تشویقولې.

د بخښني نړيوال سازمان جنوبي اسیا د څانګي آمر عمر واریش وايي چي د احمدیه فرقې مذهبي ازادي د پاکستان په قوانیو کي نه ده راغلې: «په پاکستان کي لږ داسي ټولني موجودي دي چي داسي ډیر دي تر فشار لاندي وي، لکه احمدیه فرقه.»

هغه زياته کړې ده چي د تشدد وروستۍ څپه نه یوازي یو جدي خطر ښکاره کوي، چي اوس رامنځته سوی دی، بلکي د دولتي ادارو بې تفاوتي هم. د دغو سازمانو په حواله پر احمدیه فرقې باندي ډیري وژونکي حملې په پیښور کي سوي دي.

د دغو سازمانو په حواله د پاکستان د جزأ قانون په صراحت سره د مذهبي اقلیتو پرضد تدوین سوی دی. مثلأ احمدیه نه سي کولای خپله مذهبي عقیده په عام ډول بیان او یا ورته تبلیغ وکړي. د جزأ د قانون مطابق هغوی اجازه نه لري خپل ځانونه مسلمانان وښيي، مسجدونه جوړ کړي او یا په اسلامي عبادتونو کي برخه واخلي.

هغه ويلي دي چي، هغوی په ډیري بې رحمۍ سره بندیان کیږي، د پولیسو له خوا تر شکنجې لاندي راوستل کیږي او د کافرانو په حیث ورباندي اقامهء دعوی کیږي.

دا په داسي حال کي ده چي پاکستان د ملګرو ملتونو د منشور مطابق منلې ده چي مذهبي اقلیتونه به ساتي او د هغوی د حقوقو ضمانت به کوي. دغه سازمانونه وايي چي «د پاکستان حکومت د احمدیه فرقې په ارتباط دغه ټوله هیر کړي دي.»

احمدیه فرقه په ۱۹مه پېړۍ کي رامنځته او په پاکستان کي تر ټولو ډیره تعقیبږي. هغوی ځانونو ته په اسلام کي یو اصلاحي غورځنګ وايي، چي د اکثرو اسلامي مذهبي فرقو په واسطه ردیږي.

دغه فرقه په ټوله نړۍ کي څو ميلیونه غړي لري. د هویمن رایټس واچ سازمان په حواله د پاکستان د تقریبأ ۲۲۰ ميلیونه نفوس له جملې څخه ۴ ميلیونه یې د احمدیه فرقې غړي دي.

Ag/ق.ن/ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب