1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په رومانیا کې روسي ډرون؛ د ناټو د هوایې حریم دویمه سرغړونه

۱۴۰۴ شهریور ۲۳, یکشنبه

رومانیې د یوه روسي ډرون په وسیله د خپل هوایي حریم د نقض کیدو خبر ورکړی دی. د دغه هیواد د دفاع وزارت په وینا دغه ډرون یې تر هغې تعقیب کړی چې له راداره ورک شو. زیلنسکي دا د روسیې له خوا د جګړې پراخولو اقدام بللی.

د ناټو هوایي تمرینونو کې د  F-22, F-16 und MiG-29 جنګي جټ الوتکې
د رومانیې د دفاع وزارت په وینا دغه ډرون یې تر هغې تعقیب کړی چې له راداره ورک شو. انځور: Stringer/AA/picture alliance

د رومانیې د دفاع وزارت د شنبې (د سپټمبر ۱۳ نیټه) په ورځ ویلي وروسته له هغې چې د روسیې بې پيلوټه الوتکه یې هوایي حریم ته ننوتلې ده د دغه هیواد جنګي الوتکو پرواز او هغه ېې تعقیب کړې ده.

دغه پيښه د رومانیې پولې ته نږدې د اوکراین پر تاسیساتو د روسیې د برید په جریان کې رامنځته شوې ده. رومانیا د اروپايي اتحادیې او ناټو غړی هیواد دی او له اوکراین سره شاوخوا ۶۵۰ کیلومتره اوږده پوله لري.

په اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیل راهیسې دغه هیواد په وار وار پخپله خاوره کې د روسي ډرونونو د پارچو را غورځیدو شاهد و.

د رویټرز په حواله د رومانیې دفاع وزیر یونوت موستئانو وویل نږدې و چې د اف۱۶ جنګي الوتکو پیلوټانو دغه ډرون را نسکور کړی وای، ځکه مخکې له دې چې د رومانیې له هوایي حریم څخه ووځي، په ډیره ټيټه ارتفاع کې یې پرواز کولو.

رویټرز لیکلي دي چې د رومانیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د شنبې په ورځ د روسي ډرون له داخلیدو وروسته په لومړي سر کې دوه د اف۱۶ جنګي الوتکو او بیا دوه د یورو فایټر الوتکو چې په رومانیا کې د المان د هوایي دفاع ماموریت یوه برخه ده پروازونه وکړل.

همدارنګه د اوکراین سرحد ته نږدې د دانوب رود ترڅنګ د تولچا ښاریانو ته خبرداری ورکړل شوی و چې ځانونه خوندي کړي.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې د رومانیې جنګي الوتکو د بې پيلوټه الوتکې تر تشخیصولو وروسته تر هغې وخته پورې هغه تعقیب کړه چې له رادار څخه ووتله.

د رومانیې د دفاع وزارت په حواله دغې بې پیلوټه الوتکې د استوګنې پر کومې سیمې حرکت نه دی کړی او نه یې هم ملکي خلکو ته ګواښ پیښ کړی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې معلومات ښيې چې دغه بې پیلوته الوتکه تر ۱۰ کیلومتره پورې د رومانیې په خاوره کې داخله شوې او شاوخوا ۵۰ دقیقې یې د ناټو په هوایي حریم کې فعالیت کړی دی.

زیلنسکي دغه اقدام د روسیې له خوا «د جګړې ښکاره پراخول» وبلل او د مسکو پر وړاندې یې د بندیزونو د وضع کولو غوښتنه وکړه.

په پولنډ کې د تیارسئ حالت

رومانیا د ناټو دویم غړی هیواد دی چې تر یوې اونۍ په لږه موده کې خپل هوایي حریم ته د روسي بې پیلوټه الوتکو د داخلیدو خبر ورکوي. مخکې تر دې پولنډ په خپل هوایي حریم کې د څو روسي بې پيلوټه الوتکو د را نسکورولو خبر ورکړی و.

د دغه هیواد پوځ د شنبې په ورځ یو وار بیا د روسي بې پيلوټه الوتکو د تهدید له کبله خپلو جنګي الوتکو ته د پرواز کولو امر کړی و او هوایي دفاع یې د تیارسي په حالت کې راوستلې وه.

د پولنډ په ختیځ کې د لوبلین هوایي ډګر هم د شنبې په ورځ د پوځي فعالیتونو په دلیل د ملکي پروازونو پر مخ تړل شوی و. همدارنګه په څو ختیځو ښارونو کې د روسیې د احتمالي هوایي ګواښونو په دلیل د خطر زنګونه وهل شوي وو.

په پولنډ کې د روسي بي پيلوټه الوتکو له نسکورولو وروسته ناټو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې اراده لري د اروپا په ختیځ کې خپله دفاع تقویه کړي.

د رومانیې پارلمان د روان کال په لومړیو کې یو قانون تصویب کړ چې پوځ ته اجازه ورکوي چې هغه بې پيلوټه الوتکې چې د سولې پر مهال په غیر قانوني توګه د دغه هیواد له حریم څخه تیریږي او د دغه هیواد انسانانو او زیربناو ته ګواښ ګڼل کیږي، را نسکورې کړي.

خو د رویټرز د لیکنې پر اساس دغه قانون تر اوسه پورې د اجرا مرحلې ته نه دی رسیدلی.

ولې آلمان هېڅکله خپلې اټومي وسلې ونه لرلې؟

01:29

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب