د آلمان ځانګړو ځواکونو د چهار شنبې پورځي په سهار د دغه هيواد په ايسن ښار کي يو ۲۷ کلن ځوان د پلان سويو ترهرګريزو بريدنو د مالي ملاتړ په شک نيولی دی.
د جرمني د نورد راين ويستفالن ايالت د کورنيو چارو وزير هربرت رويل، د ترهګريزو فعاليتونو پر وړاندي د پلټونکو د اقداماتو پر هوډ ټينګار کړی دی.
هغه ويلي دي چي پوليسو دريغ و نه کړ او د ممکنه ترهګريزو فعاليتونو مخه يې ونيله. هغه وويل چي په ايسن کي يو شکمن ۲۷ کلن ځوان د پوليسو د ځانګړو ځواکونو له خوا موقتاً نيول سوی دی.
پر دغه ځوان باندي تور دی چي درغلي يې کړې ده څو د يوه تروريستي بريد مالي ملاتړ وکړي.
رويل وويل چي دغه پيښه ښيي: «داسي کسان سته چي زموږ ارزښتونه او د ژوند سبک له پامه باسي او غواړي چي له منځه يې يوسي.»
هغه وويل چي امنيتي ځواکونه پخپل ټول توان سره هڅه کوي ترڅو «د دغو کسانو» مخه ونيسي. هغه وويل: «هرڅوک چي دلته ترهګريز پلانونه تعقيبوي بايد تمه ولري چي ځانګړي امنيتي ځواکونه به سهار وختي او پر وخت باندي د دوی و دروازې ته ولاړ وي.»
ويل سوي دي چي شکمن کس د بوسنيا هرڅوګووينا تابعيت لري او پتېيل سوې ده چي نن به په دوسلدورف کي محکمې ته حاضر کړل سي.
د آلمان د نورد راين ويستفالن ايالت مرکز دوسلدورف څارنوالۍ ويلي دي چي نن سهار وختي د دغه ايالت د څلور ښارونو په شپږو ځايونو کي پوليسو چاپې وهلي دي.
په آلمان کې ترهگریزو پیښو ته کتنه
تر اوسه پورې لا په برلین کې د رامنځ ته شوې پیښي په اړه معلومات نه سته چي ايا دا يو ترهگریز عمل دی که نه. خو له ډیرې مودې راهیسې آلمان د ترهگرو بریدونو تر هدف لاندي دی. په انځورونو کې په آلمان کې شوو پیښو ته کتنه شوې ده. انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert د ۲۰۱۶م کال اکتوبر میاشت، لايپڅیگ سوریایي جبار البکر وروسته له هغې پولیسو ونیو چې د خپل هیواد خلکو یې پولیسو ته خبر ورکړ. دغه ۲۲ کلن چاودیدونکي توکي چمتو کړي وو او د پولیسو د وینا له مخې غوښتل یې د برلین په هوایي ډگر برید وکړي. البکر، تر نیول کیدو لږ څه وروسته په لایپڅیگ کې په زندان کې خپل ځان وواژه.
انځور: Polizei Sachsen د ۲۰۱۶م کال د جولای ۲۴، انسبخ د موسیقۍ د یوه فیستوال دخلي دروازې تر څنگ د محمد د. په نوم یوه سوریایي مهاجر خپلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړ او ډیر شمیر کسان یې ټپیان کړل. دغه کس داعش ته اوښتی وو. ویل شوي دي چې دغه کس چې روحي ناروغه هم وو د چاودنې دمخه پورې یې د موبایل تلیفون له لارې سپارښتنې تر لاسه کولې. تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست.
انځور: picture alliance/AP Photo/D. Karmann د ۲۰۱۶م کال د جولای ۱۸، وورڅبورگ یوه ۱۷ کلن افغان مهاجر په یوه اورگاډي کې د تبر او چړې په واسطه پر مسافرینو برید وکړ. په برید کې یو شمیر کسان ټپیان شول چې د ځینو روغتیايي وضعیت مرگونی وو. برید کوونکی د تیښتې پر مهال د پولیسو له لوري ووژل شو. د دغه برید انگیزه هم تندلارتوب ته رسیده او برید کوونکي په دې اړه یوه ویدیویي پیغام کې څرگندونې کړې وې. داعش د دغه برید مسوولیت ومانه. څیړونکي پر دې آند دي ښایي دغه کس پخپله تندلاری شوی وي.
انځور: picture-alliance/dpa/K. J. Hildenbrand د ۲۰۱۶م کال د می میاشت، دوسلدورف د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش درې شکمن غړي، په نارد راین ویستفالن، برانبورگ او بادن ووتمبېرگ کې ونیول شول. چارواکو اټکل کاوه چې دغو درو کسانو په پاریس کې د بندي څلورم تندلاري سره د آلمان د دوسلدورف په مشهور زاړه ښار کې د برید پلان لاره.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hitij د ۲۰۱۶م کال اپریل میاشت، ایسن د المان په ایسن ښار کې د سیکهانو د عبادت ځای په یوه دخلي دروازه کې د چاودیدونکو موادو د چاودنې په ترڅ کې درې تنه ټپیان شول. یو کس سخت ټپي شوی وو. نیول شوي شکمن عاملین تنکي ځوانان ول، چې له سلفیانو سره یې اړیکي درلودې.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kusch د ۲۰۱۶م کال د فبرورۍ میاشت، هانوور ۱۵ کلنې مراکش الاصله آلمانۍ صفیه س. د هانوور د ریل گاډو په عمومي تمځای کې پر پولیس باندې د چړې برید وکړ. دغه پولیس سخت ټپي شو چې بیا وروسته یې جراحي عملیات تر سره کړل. د پولیسو د معلوماتو له مخې دغې ۱۵ کلنې غوښتل چې په سوریه کې د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش سره یو ځای شي.
انځور: Polizei د ۲۰۱۶م کال د فبروري میاشت، برلین پولیسو د یوې شکمنې تروریستي شبکې په هکله معلومات تر لاسه کړل او په یوه وخت کې يې په برلین، نارد راین ویستفالن او نیدرزاکس کې چاپې ووهلي. زیاته شوې وه چې څلورو شکمنو الجیریايي اتباعو په برلین کې یو برید پلان کړی وو. چې د معلوماتو له مخې دغه پلان په لومړنیو مراحلو کې شنډ کړی شو.
انځور: Reuters/F. Bensch د ۲۰۱۵م کال د اپریل میاشت، اوبر اورزل د هیسن پولیسو په اوبر اورزل کې یوه شکمن ښځه او خاوند چې سلفیستي شالید یې لاره ونیول چې په یوه برید د پلانولو شک پرې شوی وو. د برید هدف احتمالا د بایسکل ځغلونې یوه سیالي وه چې پولیس د هغه د لغوه کولو اعلان وکړ. د دغې جوړې د کور په تهکاوۍ کې تحقیق کوونکو داسې مواد موندلي وو چې بمب جوړولو کې ترې کار اخیستل کیده.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert