1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

کندهار او کونړ کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۳۹۹ بهمن ۲۵, شنبه

په افغانستان کې د تاوتریخوالي په تازه پیښو کې لږ تر لږه ۵ تنه پوليس وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي. د چارواکو په خبره دغه مرګ ژوبله په کندهار او کونړ ولایتونو کې په دوو جلا پېښو کې رامنځ ته شوې ده.

Afghanistan, Anschlag auf Polizeistation in Kandahar
انځور: imago/Xinhua

افغان چارواکو ویلي چې د افغان پوليسو ۱۲ تنه هغه مهال ټپيان شول چې د طالبانو يوه ځانمرګي بريدګر د افغانستان په کندهار ولايت کې يوه امنيتي پوستې ته څېرمه خپل موټر بم ته چاودنه ورکړه. دغه خبره د افغانستان د کورنيو چارو وزارت کړې ده. د دغه وزارت وياند، طارق آرين، وويل چې بريد کوونکي وپېژندل او په نخښه شو مخکې له دې چې د ارغنداب ولسوالۍ کې پرتې دغې پوستې ته ورسيږي.

له دې سره هم مهاله د افغانستان په ختيځ کونړ ولايت کې پنځه تنه پوليس په يوه شپني بريد کې د چپې درې په ولسوالۍ کې وژل شوي دي. دغه خبره د ولايتي شورا غړي، محمد ساپي، د آلمان خبري آژانس ته کړې ده. په افغانستان کې مرګوني بريدونه په داسې وخت کې دوام پيدا کوي چې د نړيوال ملاتړ لرونکي افغان حکومت او طالب اورپکو تر منځ د سولې په اړه خبرې اترې روانې دي. د اسلامي دولت په نوم ډله هم په وار وار په افغانستان کې بريدونه تر سره کوي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل