اوکراین: د روسي تازه بریدونو او چاودنو مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۴ اسفند ۳, یکشنبه
د یکشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د اوکراین لویف ښار دوو درونو چاودنو ولړزاوه چې د پولیسو یوه ۲۳ کلنه افسره پکې ووژل شوه او لږ تر لږه ۲۵ نور کسان ټپیان شوي دي.
د لویف ښاروال اندري سادووي په یوه ويډيويي پیغام کې چې پر تلیګرام شبکه ېې خپره کړې ویلي چې «دا یو تروریستي برید وو.»
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینکو وویل چې د دغې پېښه په تړاو یو شکمن کس نیول شوی، خو نور جزئیات ېې ورنکړل.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په دغو چاودونو کې د وژل شوې افسرې له کورنۍ سره خپله خواخوږي ښوولې ده. په سملاسي توګه په لیوف کې د ننيو چاودونو انګیزه روښانه نه ده، خو زیلنسکي ېې د پلټنې امر کړی دی. پولیسو ویلي لومړنۍ چاودنه نیمه شپه وشوه او کله چې دوی د پېښې ځای ته ورسېدل دوهمه چاودنه وشوه. د اوکراین لیوف سیمه پولند سره پر سرحد پرته ده.
روسیې د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۲۴مه پر اوکراین پوځي یرغل وکړ چې دوه ورځې وروسته ېې څلور کاله پوره کیږي. د کاتولیکانو رهبر څوارلسم پاپ لیون د یکشنبې په ورځ وویل چې په اوکراین کې «فوري سوله ضروري ده.»
پاپ چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل د څلورم کال رسېدو په مناسبت خبرې کولې، وویل: «سوله نه باید وځنډول شي. دا یوه فوري اړتیا ده چې باید په زړونو کې ځای پیدا کړي او پر مسئولانه تصمیمونو بدله شي.»
هغه زیاته کړه: «زه یو ځل بیا په قوت سره خپله غوښتنه تکراروم: وسلې دې خاموشه شي، بمبارۍ دې بندې شي، له ځنډ پرته دې اوربند رامنځ ته او د سولې له پاره دې لارې پرانیستل شي او خبرې اترې دې پیاوړې شي.»
په اوکراین کې په روانه ۴ کلنه جګړه کې ښارګوټي له منځه تللي، په میلیونونو انسانان مهاجرتونو ته اړ شوي او د دواړو لورو په لوړ شمېر کې کسان وژل شوي دي.