1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياپاکستان

په خيبر پښتونخوا کې د پوليو دوه نوې پېښې ثبت شوي

۱۴۰۳ آذر ۲, جمعه

پاکستان د پوليو د دوو نویو پېښو څخه خبر ورکړې چې له دې سره روان کال کې ټولې پېښې ۵۲ ته لوړې شوي دي. دغه هېواد په داسې حال کې د پوليو ویروس سره مبارزه کوي چې تل یې د واکسيناسيون کمپاينونه د وسلو له خوا په نخښه کيږي.

په پاکستان کې د پولیو واکسیناسیون کمپاین
د پاکستان د پولیو د لمنځه وړلو پروګرام په یوه اعلامیه کې ويلي چې تازه پېښې د خیبر پښتونخوا ایالت په دیره اسمعیل خان علاقه کې تشخیص شوي ديانځور: Faridullah Khan/DW

د پاکستان د پولیو د لمنځه وړلو پروګرام په یوه اعلامیه کې ويلي چې تازه پېښې د خیبر پښتونخوا ایالت په دیره اسمعیل خان علاقه کې تشخیص شوي دي.

پاکستان هڅه کوي چې د واکسيناسیون د کور په کور کمپاینونو په لاره اچولو سره د پولیو پېښې راکمې کړي. د رسمي ارقامو له مخې پاکستان په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۸۴ پېښې، په ۲۰۲۱ کې یوه او په ۲۰۲۲ کې ۲۰ پېښې درولودې. 

د رسمي ارقامو له مخې، پاکستان تېر کال د پولیو شپږ پېښې درلودې چې دا د ۲۰۱۹م کال ۱۴۷ پېښو ته په کتو یو ډېر ټيټ رقم وو.

خو چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې وروستيو تاوتريخوالو په لسونو زره ماشومان له واکسين کولو بې برخې کړي چې دا سبب شوي سږکال د پولیو پېښې بېرته لوړې شي.

د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، د پولیو له ويروسه د پاکستان د بشپړ پاکولو په موخه، تېره میاشت د ټول هېواد په سطحه د پولیو واکسيناسیون د یو سرتاسري کمپاین پرانیسته وکړه.

یوه لویه ستونزه دا ده چې په پاکستان کې د پولیو کمپاينونه د وسله والو تر برېدونو لاندې راځي. تر اوسه پر دغو کمپایونو شوو حملو کې د پاکستان په لسونو امنيتي ځواکونه او روغتيايي کارکوونکي وژل شوي دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ د هغو محدود شمېر هېوادونو په کتار کې راځي چې اوس هم د پولیو تازه پېښې په کې تشخیص کیږي.

(dpa)mks/bs

له آرشیف څخه: 

آیا افغانستان کې د پولیو پیښې ورځ تر بلې ډیریږي؟

31:30

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب