1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نيويارک کې پوليو ناروغي راټوکېدلې

۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبه

په کلونو کلونو په متحده آيالاتو کې د ګوزڼ کوم موارد نه ول، خو اوس ښايي دغه کابو هېر شوی مرض بېرته راستون شوی وي.

د نيويارک منظره
د نيويارک منظرهانځور: imago stock&people

له کابو يوې لسيزې راهيسې په امريکا متحده آيالاتو کې د ګوزڼ پېښې نه وې، دغه ناروغي د نيويارک په آيالت کې آن د کابو شلو کلونو راهيسې نه وه. دغه ساري ناروغي په متحده آيالاتو کې له منځه وړل شوې بلل کېده. خو په دوبي کې يو ځوان سړی د ميليوني ښار نيويارک په شمال کې په دغه ويروس اخته شو. اوس يې پښې شلې شوې دي.

په نيويارک آيالت او نيويارک ښار کې هم له هغه وخت راهيسې د اوبو په نلونو کې د پوليو ويروسونه تشخيص شوي دي.آیا لاهم افغانستان کې د پولیو ضد واکسین سره مخالفت کیږي؟

د آلمان د روبرت کوخ انستيتوت د کارپوهې ديدريش په خبره »کله چې د ګوزڼ يو ناروغ شل شوی وي، سړی سمدلاسه پوهيږي چې ستونزه لا پسې پراخه ده.«دا ځکه چې له ۲۰۰ مواردو څخه يوازې يو تن شل کيږي، چې هغه هم بايد داسې څوک وي چې واکسين شوی نه وي.

يوه دغسې پېښه په دې معنی ده چې په سلونو تنه نور هم په مرض اخته شوي دي، خو علايم نه لري. د نيويارک ګورنرې، کاتي هوچول، اوس بېړنی حالت اعلان کړی دی.

هغې وويل چې د ګوزڼ خطر هر هغه چا ته متوجه دی چې د ناورغۍ په وړاندې يې واکسين نه وي کړی. نوموړې پر ټولو خلکو غږ وکړ چې واکسين دې تر لاسه کړي. د نيويارک د روغتيا مسئولې، ماري باسېټ، وويل »که ماشوم مو واکسين شوی نه وي يا د واکسيناسيون حالت تازه او اوسنی نه وي، نو د شل کېدنې د يوې ناورغۍ خطر درته واقعي دی.«د ګیټس خیریه بنسټ لخوا د پولیو سره د مبارزې لپاره د ملیاردو ډالرو مرسته

تقريباً ۱۴ سلنه ماشومان چې د شپږو مياشتو او پنځو کلونو ترمنځ عمرونه لري، د چارواکو په حواله په نيويارک ښار کې د ګوزڼ په وړاندې واکسين شوي نه دي. په ډېرو هېوادونو کې د ګوزڼ واکسيناسيون د پانديمۍ په کلونو کې آن درول شوی وو.

دغه ناروغي چې د ناولو لاسونو يا ناپاکو اوبو له لارې لېږدول کيږي، د شل کېدنې يا مړه کېدو باعث ګرځېدلی شي، په تېره واړه ماشومان په دايمي توګه ترې اغېزمن کېدای شي.

آ./ن.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب