1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

په افغانستان کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې او د واکسيناسيون پېل

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

په تېرو دوو ورځو کې په افغانستان کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په ورته وخت کې نن، دوشنبه د دغه هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو.

آرشیف: په افغانستان کي یو ماشوم د واکسین کیدو پر مهال
آرشیف: په افغانستان کي یو ماشوم د واکسین کیدو پر مهال انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د پیل اعلان وکړ. د دغه وزارت ویاند وايي، دغه کمپاین نن، دوشنبه د افغانستان په ۲۱۷ ولسوالیو کې پیل شوی دی. په دغه کمپاین کې چې د می میاشتې له ۱۵مې څخه به تر ۱۸مې نيټې پورې دوام وکړي، ۶،۴ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان به واکسین شي.

په هېواد کې د پولیو د واکسین دغه فرعي کمپاین په داسې حال کې پیل شوی چې په ۲۰۲۳ کال کې په ننګرهار ولایت کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. لومړۍ پېښه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د یوه څلور کلن ماشوم اړوند ده، چې د فلج په ناروغۍ اخته شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د پولیو دویمه مثبته پېښه بيا د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې ده. خو وزارت د پولیو د دویمې مثبتې پېښې په اړه نور جزئیات نه ورکوي.

په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

تېر کال په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پولیو دوې مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې په ۲۰۲۱ کال کې د ثبت شویو څلورو پېښو او په ۲۰۲۰ کال کې د ۵۶ پېښو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.

ویل کیږې سره له دې چې د پولیو واکسین کمپاین پیل شوی، خو لا هم د ویروس د اخته کیدو خطر شتون لري.

ملګري ملتونه: طالبانو د پولیو واکسین له تطبیق سره موافقه کړې

افغانستان او پاکستان د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې ګوزڼ پکې نه دی ختم شوی.

د واکسین کمپاینونه تل په افغانستان او پاکستان کې د دسیسو له امله له ستونزو سره مخ کیږي لکه دا چې ویل کیږې د پولیو واکسین د زیږون د مخنیوي لامل کیږي.

بلخوا د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونه په افغانستان کې د ښځینه واکسیناتورانو د کمښت لامل شوی دی. د طالبانو د محدودیتونو پر بنسټ، د محرم او شرعي حجاب لرونکي ښځینه واکسیناتوران باید د واکسین په کمپاینونو کې برخه واخلي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب