ولي د طالبانو مخالف خوځښتونه تر يوه چتر لاندي نه راټوليږي؟
۱۴۰۱ دی ۲۷, سهشنبه
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د یوه نوي سیاسي ګوند د جوړیدو اعلان کړی دی. دا څووم سیاسي جریان دی چې له افغانستانه بهر رامنځ ته کیږي، خو پوښتنه دا ده چې ولې دا جریانونه تر یوه چتر لاندې نه راټولیږي؟
اعلان
رحمت الله نبیل چې په خپل کاري دوران کي د ملي امنیت د عمومي ریاست د رهبرۍ تجربه لري، د دوشنبې په ماښام ېې د انلاین لارې د «افغانستان د ملي ازادۍ ګوند» تر نامه لاندې د یوه نوي سیاسي خوځښت د جوړولو اعلان وکړ.
نبیل د دغه نوي ګوند د تشکیلاتو او رهبرۍ په اړه معلومات ور نه کړل. خو هغه وویل چې په غیر متمرکز جوړښت سره د جمهوري نظام رامنځته کول د دې سیاسي جریان یو له اهدافو څخه دی "د اوسني بحران څخه د افغانستان ایستل او د ډیموکراتیکو ارزښتونو پراساس یو سیاسي نظام رامنځته کول هم د دې ګوند له اصلي اهدافو څخه دی.
نبیل وویل، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵ د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له واکه پریښودلو سره افغانستان په یوه ناوړه امنیتي او اقتصادي وضعیت کې واقع شوو چې د هېواد د سقوط لامل هم پر واک تمرکز وو.
نبیل وویل چې افغانستان د احتمالي سقوط، خونړیو داخلي جګړو او نه جبرانېدونکې بشري ناورین له خطر سره مخامخ دی: «زه د طالبانو ډلې ته خبرداری ورکوم چې له ډیر تاوتریخوالی، جبر او استبداد څخه مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي لاس واخلي او د افغانانو ارادې ته تسلیم شي.«
نبیل له طالبانو او نورو سیاسي جریانونو سره خبرې اترې د افغان ولس په ګټه وبللې او زياته يې کړه چې که ښکېلې خواوې خبرو ته زړه ښه نه کړي، دی به د طالبانو پر وړاندې د هر ډول مقاومت ملاتړ وکړي.
بله خوا د افغانستان د سیاسي مسایلو شنونکی طارق فرهادي د دې سیاسي جریانونو رامنځته کول لږ اهمیته ګڼي. هغه وايي، دا چې سياسي څېرې هر څه د ځان له پاره غواړي، نو نه شي کولاى تر يوه سياسي واحد چتر لاندې راټول شي.
هغه وويل: »دوې هم د طالبانو او ملا هيبت الله په څېر ورته ځانګړتياوې لري چې له ځانه پرته نور له کافي عقل څخه برخمن نه ګڼي.«
د فرهادي په وینا، د دې خطر هم شته چې سیاسي جریانونه له نورو هيوادونو څخه مرستې ترلاسه کیدو ته اړ شي او په دې توګه به د دغو هيوادونو د لاس آله وګرځي.
طالبان تر اوسه پوري له سیاسي جریانونو سره خبرو ته نه دي حاضر شوي. هغوې تل ویلي دي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او پخواني چارواکي او سیاسي څېرې کولای شي افغانستان ته راشي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
زموږ له آرشيف څخه:
هغه پېژندل شوي کسان چې په ۲۰۲۲ کال کې مړه شول
په تېر کال کې د سیاست، هنر او سپورت په برخو کې په نړۍ کې د پېژندل شويو څېرو مړیني له مهمو خبرونو او تاریخي پېښو څخه وې. بشپړ معلومات په دې انځوریز راپور کې:
هغه د رونالډ ریګن د ولسمشرۍ پر مهال له ۱۹۸۳ تر ۱۹۸۵ کلونو پورې د امریکا د ملي امنیت سلاکار و. هغه د ۱۹۸۵ په دسمبر کې استعفا وکړه. د ۱۹۸۶ په نومبر میاشت کې د ایران کنترا معامله افشا او یو سیاسي جنجال رامینځته شو. دا دسیسه پر ایران د امریکايي وسلو د پټو پلورلو او په نیکاراګوا کې د کنترا ملاتړ له پاره یې پیسې انتقالول ول. هغه د ۲۰۲۲م کال د می میاشتي پر ۱۲ د ۸۵ کلني په عمر مړ شو.
انځور: John Angelillo/ZUMA Wire/IMAGO
شیخ خلیفه بن زاید بن سلطان آل نهیان
خلیفه بن زاید بن سلطان آل نهیان د متحده عربي اماراتو دوهم رئیس او د ابوظبۍ واکمن و. هغه د زید بن سلطان آل نهیان زوی و چې د خپل پلار له مړیني وروسته په ۲۰۰۴م کال کې د اماراتو رئیس او د ابوظبۍ واکمن شو. نوموړی د ۲۰۲۲م کال په مي میاشت کې د ۷۲ کلني په عمر د مغزي سکتې له امله مړ شو.
انځور: Oli Scarff/Getty Images
الیویا نیوټن جان
هغه یو اسټرالیایی سندرغاړی، لوبغاړی او فعال و چې په انګلیستان کې زیږیدلی وو. هغه له جان تراولټا سره د میوزیک ګریس اصلي لوبغاړی و چې فلم او موسیقي یې د هالیوډ په تاریخ کې تر ټولو غوره وه. هغه د ۲۰۲۲ کال د اګست پر اتمه د ۷۴ کلني په عمر مړ شو.
انځور: picture-alliance/dpa
اووه زيلر
اووه زيلر د آلمان د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانی ستوری او د نړۍ یو له غوره فوټبالرانو څخه و. نوموړي لسیزې وروسته له دې چې له فوټبال څخه تقاعد شو لاهم په آلمان کې خورا مشهور و. زیلر یو قوي بریدګر و چې په اکروباټیک حرکتونو سره یې ښکلي ګولونه وکړل. زلر د ۲۰۲۲م کال د جولای مياشتي پر ۲۱ مه په ۸۶ کلنی کې ومړ.
انځور: Christian Charisius/dpa/picture alliance
شینزو ابه
له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۷ کلونو پورې هغه د لومړي وزیر او د لیبرال دیموکراتیک ګوند د مشر په توګه دنده ترسره کړې او بیا له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۲۰ پورې په یادو دندو بوخت وو. هغه د جاپان په تاریخ کې تر ټولو اوږدې دورې درلودونکی لومری وزیر پاته شوی دی. ۶۸ کلن ابي د ۲۰۲۲م کال د جولای مياشتي پر اتمه په یوه ټاکنیزه غونډه کې وويشتل شو.
انځور: Eugene Hoshiko/AFP
ایسي میاکه
ایسي میاکه د جامو، نندارتون او عطرونو د طراحی او تخنیک په مرسته له شرقي اسیا څخه په ټوله نړۍ کې د مډ تر ټولو غوره طراح پيژندل شوی دی. ایسي میاکه د ۲۰۲۲م کال د اګیست مياشتي پر ۵مه نیټه په ۸۴ کلنۍ کې ومړ.
انځور: Pierre Guillaud/AFP
میخائیل گورباچف
هغه د شوروي اتحاد وروستی مشر و. هغه له ۱۹۸۵ تر ۱۹۹۱ د شوروي اتحاد د کمونست ګوند عمومي منشي و. هغه د شلمې پیړۍ په دوهمه نیمایي کې د یو مهم شخص په توګه د هغه د پروګرامونو له امله پيژندل کيدی. د هغه پروګرامونه پیریسټروکا او ګلاسنوست، او د سړې جګړې په پای ته رسول او په اروپا کې د ختیځ بلاک له سقوط وروسته د نظامي مداخلې څخه ډډه کول ول. ګورباچوف د ۲۰۲۲م کال د اګست مياشتي پر ۳۰ نېټه په ۹۱ کلنۍ کې مړ شو.
انځور: Boris Yurchenko/AP/dpa/picture alliance
ملکه الیزابت دوهمه
ملکه الزابت دوهمه د ۱۹۵۲م کال د فبرورۍ مياشتي له ۶ مې نیټې د مړینې تر وخته د بریتانیا ملکه وه. هغې د خپل ژوند په اوږدو کې پر ۳۲ هيوادونو حاکمه ملکه وه چې د مړینې تر وخته یې شمېر ۱۵ ته راټيټ شوی وو. د هغې ۷۰ کاله او ۲۱۴ ورځي واکمني د بریتانیا په سلطنت کې تر ټولو اوږده واکمني ده. ملکه الزابت دوهمه د ۲۰۲۲م کال د سبتمبر مياشتي پر ۸ مه نېټه په ۹۴ کلنۍ کې مړه شوه.