1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل پر هوایي ډګر د ترهګریز برید په هکله خبرداری

۱۴۰۰ شهریور ۴, پنجشنبه

په کابل کې د آلمان، بریتانیې او امریکا سفارتونو له خپلو اتباعو غوښتي دي چې د ترهګریز برید د خطر له امله دې په بیړه د کابل هوایي ډګر ته د ننوتونکو دروازو له اطرافو څخه ځان وباسي.

Afghanistan Kabul | Flughafen US-Mililtär
انځور: Ministry of Defence/dpa/picture alliance

د کابل هوایي ډګر په اطرافو کې امنیتي وضعیت د طالبانو له خوا د امریکا او ناټو ځواکونو ته له ټاکل شوي ضرب الاجل څو ورځې مخکې لا زیات خراب شوی دی.

په افغانستان کې د آلمان سفارت د کابل هوایي ډګر په اطرافو کې د ترهګریز برید خبرداری ورکړی دی. د سه شنبې په ورځ د آلمان پوځ خبر ورکړی وو چې داعش ترهګرې ډلې یو شمیر ځانمرګي بریدګر په کابل کې حضور لري.

د امریکا سفارت د چهارشنبې ورځې په ماښام بی له دې چې جزویات ورکړي خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی وو چې د تروریستي برید د ګواښ له کبله دې د کابل هوایي ډګر د دروازې څنګ ته دې نه ورځي.

امریکا خبرداری ورکړی دی چې امریکایي اتباع دې چې اوسمهال په ختیځ یا شمال دروازو کې دي باید په عاجل ډول له دغه ځایه ووځي. بریتانیا هم په کابل کې له خپلو اتباعو څخه غوښتي دي چې امنو ځایونو ته دې لاړ شي او تر راتلونکي لارښوونې پورې دې منتظر پاتې شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي دي چې د داعش سیمه ایزه څانګه نږدې هره ورځ هڅه کوي چې د کابل پر هوایي ډګر برید وکړي. بایډن ټینګار کړی دی چې داعش د طالبانو دښمن هم دی.

د اګست د ۳۱ مهلت

امریکا ویلي دي له کوم وخت راهيسې چې د کابل کنترول د طالبانو لاسو ته ولیدلی دی، له هغه وخت راهیسې یې تر اوسه پورې ۸۲ زره تنه له افغانستان څخه ایستلي دي.

طالبانو امریکا او ناټو ځواکونو ته د سه شنبې تر ورځې پورې مهلت ورکړی دی چې له افغانستان څخه دې ووځي. پنټاګون ویلي دي چې تر اوسه پورې لا ۱۰۰۰۰ تنه په افغانستان کې باقي پاتې دي.

  په افغانستان کې د آلمان استازي مارکوس پوتزل، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند سره تر خبرو وروسته ویلي دي چې آلمان له طالبانو سره موافقې ته رسیدلی دی چې د اګست تر ۳۱ نیټې وروسته هم مونږ کولی شو په ملکي پروازونو کې د خپلو اتباعو او سیمه ایزو کارمندانو را ایستلو لړۍ ته دوام ورکړو.

طالبانو له ترکیې څخه د مرستې غوښتنه کړې

ترکیې هم له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر پیل کړی دی. په عین وخت کې د رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی دی چې طالبانو د کابل هوایي ډګر د کنترول په برخه کې له ترکیې هیواد څخه د تخنیکي مرستې غوښتنه کړې ده.

رویټرز د دوو ترکي چارواکو په حواله رپوټ ورکړی دی چې طالبانو د اګست په ۳۱ د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل هوایي ډګر د ادارې له پاره د فني مرستې غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې طالبانو ویلي دي چې ترکي ځواکونه هم باید تر ټاکل شوې مهلت پورې له افغانستان څخه ووځي. ترکي چارواکو ویلي دي چې دوی د یوه ستونزمن ماموریت په مقابل کې قرار نیولی دی.

آژانسونه: ش.ن/ن.ز