د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ماښام په خپله یوه وینا کې وویل چې د ترکیې تیر دوه اساسي قانونونه داسې دي، چې د دغه هیواد پر سیاست د پوځ د څارنې نه حذف کیدونکي اغیزې موجود دي.
په دې کې یو یې په ۱۹۶۱ م کال او دویم یي په ۱۹۸۲م کال کې نافذ شوي وو. خو دلته مهمه خبره دا ده چې دا دواړه سندونه د پوځ تر بغاوت او واک تر نیولو وروسته تصویب شوي وو.
د نوي قانون د جوړولو وخت را رسیدلی دی د ترکیې ولسمشر که څه هم د خپل دریځ وضاحت ورنه کړ، خو یوازې دمره یې وویل چې ترکیه یوه نوي ملکي اساسي قانون جوړولو او تصویبولو ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې هغه به د خپل «عدالت او توسعې» ګوند له متحدینو سره خبرې وکړي.
اردوغان وویل چې «شاید د دې وخت را رسیدلی دی چې ترکیه د یوه نوي قانون پر جوړولو بحث وکړي. دا کار باید د ولس په مخکې د دوی د ټولو استازو په ګډون سره په شفاف ډول ترسره شي. بیا چې هره مسوده یا سند جوړیږي، د ترکیې د ولس مخې ته باید کيښودل شي.»
له پارلماني جمهوري نظام څخه تر ریاستي نظام پورې سفر په ترکیې کې پخوا پارلماني جمهوري نظام دود وو، خو په ۲۰۱۸م کال کې د پارلماني جمهوري نظام پر ځای د امریکا په طرز ولسمشریز یا ریاستي جمهوري نظام معرفي کړای شو. د دې نظام له مخې د هیواد ولسمشر ډیر زیات اختیارات لري.
د هیواد په سیاسي نظام کې دا تغیرات د یوه داسې ریفرینډم یا ټولپوښتنې په پایله کې رامنځته شوي وو، چې په ترڅ کې یې د ترکیې خلکو په ۱۹۸۲م کال کې د نافذ شوي قانون په څو مادو کې اساسي اصلاحات منظور کړل.
اردوغان په خپله دې وینا کې دا هم وویل چې ترکیې د داسې ساينسي تاسیساتو د بشپړولو کار جاري ساتلی دی چې په مرسته به یي ژر انقره خپل او د بهرنیو هیوادونو سپوږمکۍ فضاء ته واستولی شي.
رجب طیب اردوغان وویل «هغه ورځ اوس لیري نه ده چې مونږ به داسې ساينسي تخنیکي تاسیسات ولرو، له کوم ځایه چې به مونږ خپل او د دوستو هیوادونو سټلایتونه فضاء ته استوو.»
دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص
په آلمان کې د پرانیستل شوي ستر جومات انځورونه او معلومات!
دغه ستر جومات د آلمان په کولن ښار کې رغول شوی او نن د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په لاس پرانیستل شو. په کولن ښار کې د اردوغان پر ضد لاریونونه هم شوي. د جومات تاریخ، جوړیدل او په زړه پورې انځورونو دلته کلتی شئ. انځور: Reuters/Handout Presidential Press Office/K. Ozer د آلمان په کولن ښار کې ستر جومات او اسلامي مرکز د اردوغان په لاس پرانیستل شو. د پرانیستنې پرمهال د آلمان په کولن ښار کې شدید امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
انځور: Reuters/W. Rattay د دغه جومات د ډیزاین انګیزه د ګل له غوټۍ اخیستل شوې ده. د جومات په ودانۍ کې له ښیښو کار اخیستل شوي چې د پرانیستي ځاي په معنی دي. جومات دوه ۵۵ متره لوړ منارونه لري.
انځور: picture-alliance/dpa د جومات د رغولو مصارف د مسلمانانو د سلګونو ټولنو لخوا ورکړل شوي دي. سربیره پر دې د دیتیب په نامه د ترکیې په حکومت پورې تړلې آلمان میشتې ادارې هم د دې جومات په رغولو کې خپل رول لوبولی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Meissner دغه جومات آلماني انجنیر پاول بوهم ډیزاین کړی دی. دغه آلمانی انجینر د کلیسګانو په جوړولو کې تخصص لري او په ۲۰۰۵م کال کې یې د دغه جومات د ډیزاین قرارداد ترلاسه کړ. خو نوموړي بیا په ۲۰۱۱م کال کې تر یو لړ اختلافاتو وروسته دغه کار ترک کړ.
انځور: picture alliance/Ralph Goldmann دغه جومات د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۷م کال کې د روژې په میاشت کې پرانیستل شوی وو. خو نن د رجب طیب اردوغان په لاس په رسمي توګه پرانیستل شو. د دغه «مرکزي مسجد» د جوړولو د بنسټ ډبره د ۲۰۰۹م کال د نوامبر مياشتي پر ۷مه نېټه کیښودل شوې وه.
انځور: picture alliance/dpa/R. Jensen دغه ستر جومات او اسلامي مرکز د شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري. په دې جومات کې یو ستر اسلامي کتابتون هم موجود دی.
انځور: Picture alliance/dpa/M. Becker په ۲۰۱۱م کال کي چي د جومات ۳۷ متره لوړه گبنده او دوه ۵۵ متره هسک منارونه جوړ شول په پلان کي وه چي د جوړيدو چاري یې تر ۲۰۱۲م کاله پوري پای ته ورسيږي. خو وروسته بیا د معمارۍ پر شرکت باندي د ځينو تورونو له کبله يې چاري وځنډېدلې.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Ossinegr دغه مسجد پر ۱۶۵۰۰ متره مربع مځکه جوړ سوی دی او په کې يو کتابتون، د زده کړو او سمينارونو ځای، د دوکانونو له پاره ساحه، د خدماتو چمتو کوونکو له پاره دفترونه او د موتر درولو له پاره تر مځکي لاندي ستر پارکينگ جوړ سوي دي.
انځور: DW/F.Görner دغه جومات د «دیتیب» په نامه د دیني چارو په برخه کې د اسلامي - ترکي ټولنې تر چتر لاندې دی. تر دې وروسته به د دغې ټولنې مرکز هم په دې جومات کې وي.
انځور: picture-alliance/AA/M. Zeyrek «دیتیب» یا په دینې چارو کې د ترکیې – اسلامي ټولنه، په آلمان کې د جوماتونو تر ټولو ستره ټولنه شمیرل کیږي. د کولن د ستر جومات سربیره، په آلمان کې شاوخوا ۹۰۰ جوماتونو د دغې رسمي ټولنې تر چتر لاندې دي او شاوخوا ۸۰۰ زره غړي لري. په آلمان کې پر دغې ټولنې او جومات باندې انتقادونه شوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Meissner کولن ته د ترکیې د ولسمشر د هرکلي له پاره د نوموړي ګڼ شمیر پلویان راټول شوي وو. د آلمان په کولن ښار کې د اردوغان د سفر پرمهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Gateau په کولن ښار کې د اردوغان ضد لاریون هم ترسره شوی دی. لاریون کوونکو د ښار په یوه بله څنډه کې لاریون کړی او د اردوغان پرضد یې شعارونه ورکول. په کولن ښار کې زرګونه پولیس د امنیت د تامین له پاره ګمارل شوي دي.
انځور: DW/G. Acer د اردوغان ضد لاریون کوونکو پر اردوغان او د نوموړي پر سیاست نیوکې کړي او د اردوغان ضد شعارونه یې ورکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg آلمان ته د خپل درې ورځني سفر په وروستی ورځ اردوغان، په کولن ښار کې د دغه ستر جومات پرانیستنه وکړه. اردوغان وویل چې هغه غواړي د آلمان په نورو ښارونو کې ورته جوماتونه وویني.
انځور: Reuters/Handout Presidential Press Office/K. Ozer