پولیسو د آلمان په هیرنه کې یو شکمن د چړې بریدګر ویشتلی دی. د شکمن بريدګر ۵۱ کلن سړي په هکله ادعا شوې چې د اپارتمانونو د يوې ودانۍ دهلیز کې یې پر پولیسو د چړې د برید هڅه وکړه. د پولیسو ویاند وویل چې چارواکو ډزې وکړې او سړی وویشتل شو. که څه هم د هغه د ژغورنې هڅې وشوې، خو دغه کس په هماغه ځای ومړ.
د پېښې له مخه ياد سړي په خپل اپارتمان کې ګډوډی جوړ کړی و. کارفرما د خپل کارکوونکي په اړه اندېښنه لرله او له دې کبله يې پولیس خبر کړي ول. پولیس سهار وختي دې سیمې ته ولېږل شول، وروسته له هغې چې د ۵۱ کلن سړي کارفرما اندېښمن شو ځکه چې نوموړی کار ته نه و تللی.
په آلمان کي د يوه افغان محاکمه؛ هغه په چړې سره بريد کړی وو
پولیس چې هلته ورسیدل نو یو پارېدلی سړی یې ولید. هغه د خپل اپارتمان له کړکۍ توکي غورځول، چې پکې ښيښې هم شاملې وې. د پوليسو يو موټر ته هم په دې ترڅ کې زيان ورسېد. په عکاسیو کې ښکاري چې د پولیسو د موټر مخکینۍ هنداره ماته شوې.
د پولیسو ډزې؛ چا په کوم شمېر ډزې وکړې؟
کله چې څو پولیس د سړي د اپارتمان دروازې ته ورغلل او هغه يې وټکول، نو دغه سړي ورته دروازه خلاصه کړه او د چړې برید یې وکړ. پولیسو سمدستي خپله وسله وکاروله. په وينا يې په دغه پيښه کې نور کسان نه دي ژوبل شوي.
آلماني پوليس: په چاقو سره جرمونه یوه ستونزه ګرځېدلې ده
پولیسو دا نه ده څرګنده کړې چې په کوم شمېر چارواکي هلته موجود ول او چا څو ځله ډزې وکړې. د بې پرې تحقیقاتو په مقصد د بل ښار ایسن پولیس اوس د دې قضیې پلټنه کوي.
دویمه ورته پېښه د څو ورځو دننه
د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۱۴مه) په ډورتموند کې هم یو سړی د پولیسو په ډزو ووژل شو. دا ځکه چې هغه له چړې سره د پولیسو پر لور منډه کړې وه. دغو پيښو د پولیسو د چلند په اړه په آلمان کې بحثونه راپورته کړي دي.
د آلمان د هسن ایالت په هاناو ښار کې د یوه کال مخکې برید د ۹ قربانیانو یادون وشو. د آلمان د کورنیو چارو وزیري نانسي فیزرهم د آلمان د دولت پر تیروتنو او نیمګړتیاو اعتراف وکړ. د قربانیانو د یادون د مراسمو یو شمیر انځورونه:
انځور: Thomas Lohnes/Getty Imagesد ۲۰۲۰م کال د فیبرورۍ په ۱۹ نېټه یوه ۴۳ کلن آلماني په هاناو کې ۹ تنه داسې کسان ووژل چې د مهاجرت ريښې یي درلودې.
انځور: Thomas Lohnes/Getty Imagesد شنبې په ورځ د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ په یوه ویډیویي پيغام کې ژمنه وکړه چې د ښی اړخي افراطیت پر وړاندې به پریکړنده مبارزه وکړي.د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ په یوه ویډیوي پيغام کې د دغو ۹ تنو قربانیانو نومونه واخیستل او ویې ویل: «تاسې زموږ د هیواد یوه برخه وئ، زموږ یوه برخه.» نوموړي همدارنګه وویل چې د آلمان حکومت به «د نژادپرستۍ او ښې اړخو د ترور پر وړاندې قاطعانه مبارزه وکړي.»
انځور: Michele Tantussi/AP/Pool/picture alliance / ASSOCIATED PRESSچارواکو دغه برید د ښې اړخي افراطیت او نژادپرستانه انګیزو په توګه طبقه بندي کړل. تر اوسه پورې په دې اړه شکونه موجود دي چې آیا دغه کس یوازې و یا نور پلویان او د جرم شریکان یي هم درلودل.
انځور: Thomas Lohnes/Getty Imagesد آلمان د کورنیو چارو وزیر وویل: «موږ د قربانیانو کورنیو ته د ټولو سوابقو د بررسۍ په برخه کې پوروړي یوو. ډېري پوښتنې تر اوسه پورې بې ځوابه پاتې دي. موږ به خپلې ټولې هڅې په کار واچوو، څو دغه وحشتناک برید روښانه شي او د قربانیانو کورنۍ د خپلو پوښتنو ځواب ترلاسه کړي.»
انځور: Thomas Lohnes/Getty Imagesپه هسن ایالت کې د پارلماني څېړونو کمېټه هم د دې جنایت په هکله تحقیق کوي. مېرمن فایزر د افراطیانو کرکجنو ویناو ته په اشارې سره وویل: «دغه کرکه خپرونکي پوهیږي چې څه کوي. موږ یي باید مخه ونیسو او باید ترې تحقیق وکړو.» نوموړۍ همدارنګه د «فرانکفورتر الګماینه» ورځپاڼه کې له قربانیانو او د دوی له کورنیو سره د لا زیاتې مهربانې غوښتنه وکړه.
انځور: Thomas Lohnes/Getty Imagesد هیسن ایالت لومړي وزیر ولکر بوفیر هم خبرداری ورکړ چې قربانیان باید له یاده و نه ایستل شي. هغه وویل: «دوی ناپيژندل شوي قربانیان نه ول، بلکې داسې کسان ول چې له خپلو هیلو، اندېښنو او خوښیو سره یي خپل نومونه او خپلې کیسې درلودلې.»
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture allianceد آلمان صدارعظم همدارنګه زیاته کړه چې د دې جنایت سابقه تر اوسه پورې په بشپړه توګه روښانه شوې نه ده «هغه پوښتنې چې تر اوسه بې ځوابه پاتې دي چې باید ځواب شي. موږ د کرکې پر ځای درناوي او د بې اتفاقۍ پر ځای پر پیوستون تکیه کوو.»
انځور: Mesut Zeyrek/AA/picture alliance د شنبې ورځې تر غرمې وروسته د ښار په مرکز کې د توکمپالنې پر ضد مظاهرې وشوې. د آلمان په نورو ښارونو لکه لایپڅیګ او مونشن کې هم د هاناو د قربانیانو یادون تازه شو. د دغو مظاهرو په څنډه کې د متقابلو تورونو سره مل د پولیس او مظاهره کوونکو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځته شو.
انځور: Boris Roessler/dpa/picture alliance