سروې: اکثریت آلمانیان د عسکرۍ د داوطلبانه پلان ملاتړي دي
۱۴۰۴ آذر ۱, شنبه
د صدراعظم فریدريش مېرڅ په مشرۍ د آلمان ائتلافي حکومت د روانې ميلادي میاشتې په سر کې په پوځ کې د خدمت کولو په تړاو پر یو ریفورم توافق وکړ چې ابتدا کې به په پوځ کې د داوطلبانه ګډون پر بنسټ وي.
د دغه پلان پر اساس، ټول ۱۸ کلن نارینه باید د پوښتنو یوه فورمه ډکه او په پوځ کې د استخدام له پاره خپلو طبي معایناتو ته حاضر شي.
دغه سروې د یوګاو شرکت له خوا په لاره اچول شوې چې پکې ۶۲ سلنه ګډونوالو یا پوښتل شوو افرادو د حکومت له دغه نوي پلانه ملاتړ ښودلی، ۳۱ سلنې مخالفت او ۷ سلنې ګډونوالو بیا پوښتنو ته ځوابونه نه دي ورکړي.
اکثریت ګډونوالو ویلي که چېرته په عسکرۍ کې د داوطلبانو شمېر کم وي، په هغه صورت کې به د جبري عسکري په هکله شک او بې باروي زیاته وي.
۵۳ سلنه ګډونوالو د حکومت دغه پلان په «بشپړه توګه» او یا هم «تر یو حده پورې» وړ او مناسب بللی دی. ۳۷ سلنه ګډونوالو برخلاف دا په «بشپړه توګه» او یا هم «تر یوحده پورې» نامناسب ښودلی دی او لس سلنه ګډونوالو ځواب نه دی ورکړی.
یوګاو په دغه سروې کې د نومبر له ۱۴ تر ۱۸مې نېټې له ۲۳۸۷ کسانو سره مرکې کړي دي چې پایله ېې د ۰.۸۹ او ۲.۰۱ سلنې ترمنځ د غلطۍ امکان لري.
آلمان په پوځ کې د اجباري خدمت بهیر په ۲۰۱۱ کې وځنډاوه، خو کېدای شي د پارلمان له یو ساده اکثریت سره ېې بېرته پیل کړي، په شمول د کړکيچ زیاتېدو او د بېړنۍ دفاع په څېر حالتونو کې.