1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پومپيو: افغانستان کې تاوتريخوالی «د نه منلو وړ لوړ» دی

۱۳۹۹ آذر ۱۵, شنبه

په افغانستان کې تاوتريخوالی «د نه منلو لوړ» دی،‌ په داسې حال کې چې د سولې ځنډېدلي مذاکرات بېرته پيل شوي‌ دي. دغه خبره د متحده آيالاتو خارجه وزير، مايک پومپيو، د جمعې په ورځ وکړه.‌

US-Außenminister Pompeo in Israel
انځور: Patrick Semansky/Pool/picture alliance

د امریکا متحده آیالاتو خارجه وزیر پومپيو څرګندونې د IISS ماناما ديالوګ په نوم کلنۍ امنيتي غونډې ته په يوه مجازي وينا کې دوه ورځې وروسته له هغه وشوې چې د کابل او د طالبانو د مرکچيانو تر منځ د خبرو د کړنلارې يا طرز العمل په هکله هوکړه وشوه.

د دوحې د مذاکراتو هدف دا دی چې د لسيزو اوږدې جګړې ته د يوه سياسي حل په موخه د پای ټکی کېښودل شي. پومپیو دا هم وويل چې د نومبر په ۲۱مه يې دوحې ته د سفر پر مهال د دواړو لورو له مرکچي پلاوو سره وکتل او دواړو لوريو ته يې وويل چې د لانجې ترينګلتيا بايد راکمه شي.

د پومپيو په خبره «ما ورته واضحه کړه چې د تاوتريخوالي دغه کچه دوام نه شي لرلی په داسې حال کې چې مذاکرات روان وي او دا به پايله ونه لري.» د هغه په خبره «موږ له هغوی ټولو څخه وغوښتل چې زغم ولري او حتی په دې کار کې آرام شي.» د متحده آيالاتو خارجه وزير هيله هم څرګنده کړه چې اوس به ځينې حياتي موضوعات مطرح شي لکه د ټول هېواد په کچه د سراسري اوربند ټینګښت.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل