1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ په عراق کې د داعش واکمنۍ قربانیانو ته دعا کوي

۱۳۹۹ اسفند ۱۷, یکشنبه

پاپ فرانسیس د خپل سفر په دوام کې موصل او اربیل ته ځي. د دغو سیمو اوسیدونکي کلونه د ترور او شکنجې قربانیان ول. د عراق له شمال میشته عیسویانو څخه د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر لیدنه د دغه تاریخي سفر یوه مهمه برخه ګڼل کیږي.   

Irak Besuch des Papst Franziskus in Ur
انځور: Vatican Media/REUTERS

مرګ او مهاجرت د عراق په شمال کې د په سلګونو زره کسانو برخلیک وو. دې سیمې ته چې یو وخت د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې تر کنترول لاندې وه، د نړۍ د کاتولیک عیسویانو د رهبر پاپ فرانسیس سفر د خلکو په زړو نو کې د هیلو را ټوکولو په موخه صورت نیسي.

له عراق میشته عیسویانو سره لیدل کتل د پاپ فرانسیس د سفر یوه له اصلي موخو څخه وه. د ۲۰۰۳م کال له جګړې مخکې په عراق کې شاوخوا یو میلیون او ۵۰۰ زره عيسويانو ژوند کاوه.

د عراق په شمال کې د داعش تر واکمنۍ وروسته، ډیري عیسویانو یا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یا هم د خپل ټاټوبي پریښودو ته اړ شوي دي.

د آلمان خبري آژانس په خپل هغه رپوټ کې چې د یکشنبې (د مارچ میاشتې ۷ نیټه) په ورځ یې له بغداد څخه خپور کړی دی، د هغو عیسویانو شمیر چې اوسمهال په عراق کې ژوند کوي د ۲۵۰ زرو تر ۴۰۰ زرو پورې اټکل کړی دی.

ټاکل شوې ده پاپ به د یکشنبې په ماښام د اربیل په سټیډیم یا لوبغالي کې زرګونو عراق میشته عیسویانو ته وینا وکړي. سربیره پر دې د نړۍ د کاتولیکانو مشر به موصل ته هم سفر وکړي. هغه ښار چې یو وخت د داعش پر اصلي پوځي مرکز بدل شوی وو.

پاپ فرانسيس د شعیه مذهبو له مهم مشر آیت الله علي سیستاني سره.انځور: Grand Ayatollah Ali al-Sistani office/Reuters

داعش په ۲۰۱۴م کال کې موصل تر خپل کنترول لاندې راوستلی وو. د موصل پر سر جګړې درې کاله دوام وکړ. عراقي پوځ د نړیوال پوځي ائتلاف په ملاتړ وتوانید په ۲۰۱۷م کال کې په دې ښار کې د داعش واکمنۍ ته د پای ټکې کیږي.

اټکل کیږي چې په اربیل کې د دعا په دغو مراسمو کې به تر ۱۰ زرو ډیر کسان ګډون وکړي. یو شمیر خلکو د کرونا ویروس د ممکنه خپریدو په نسبت په دغو لویو مذهبي مراسمو کې د ګډون په اړه انديښنه ښودلې ده.

دا عراق ته د یوه پاپ لومړی سفر ګڼل کیږي، نو له دې امله له دې سفر څخه د یوه تاریخي سفر په توګه یادونه کیږي.

په ۲۰۰۰م کال کې پاپ ژان پاول دویم اراده درلوده چې د عراق مذهبي سیمو ته، د هغو له جملې څخه د دغه هیواد سویل ته سفر وکړي. په هغه وخت کې د ولسمشر صدام حسین د مخالفت له امله دغه سفر ترسره نه شو.  

پاپ فرانسيس د شنبې به ورځ په نجف کې د شعیه مذهبو له مهم مشر آیت الله علي سیستاني سره لیدلي وو.

دویچه ویله: ش. ن/ ن. ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب